د رواد د ژباړې مرکز — 452
37:154 په تاسو څه شوي؟ څنګه فيصله كوئ؟
37:155 اّيا نو پند نه اخلئ؟
37:156 ايا تاسو سره كوم ښكاره دليل دی؟
37:157 كه رښتيني ياست نو خپل كتاب مو راوړئ!
37:158 او دوى د الله او پيريانو ترمنځ نسب (خپلوي) جوړ كړی، پداسې حال كې چې پيريان ښه پوهېږي چې دوی به خامخا حاضر کړی شي په عذاب کې.
37:159 الله لره پاكي ده له هغه څه چې دوى يې بيانوي.
37:160 پرته د الله له سوچه بندګانو.
37:161 نو بېشكه تاسو او هغه چې عبادت يې کوئ.
37:162 په دې (شرك) سره (د هيچا) بې لارې كوونكي نه ياست.
37:163 پرته له هغه چې (خپله) دوزخ ته ننوتونكى دى.
37:164 او (ملايکې وايي) له موږ نه هيڅوك داسې نشته چې ټاكلى ځاى يې نه وي.
37:165 او بېشكه موږ (په عبادت كې) كتار جوړوونكي يو.
37:166 او بېشکه موږ تسبيح ويونكي يو.
37:167 او بېشكه دوى (كافرانو) به ويل.
37:168 چې كه موږ سره له پخوانيو نه كوم ذكر وى.
37:169 نو (اوس به) موږ خامخا د الله سوچه بندګان وو.
37:170 خو بيا په هغه (قراّن) كافر شول نو زر به پوه شي.
37:171 او بېشكه زموږ خبره د خپلو استول شوو بندګانو په هكله لا پخوا شوې وه.
37:172 چې يقيناً هغوى سره به خامخا مرسته كيږي.
37:173 او یقینا همدا زموږ لښکر به برلاسى شي.
37:174 نو تر څه وخته له هغوى نه مخ وګرځوه.
37:175 او هغوى ته ګوره زر به دوى هم (خپل انجام) وګوري.
37:176 نو آيا دوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي؟
37:177 خو هغه وخت چې د دوى پر ميدان (عذاب) راپرېوځي نو بيا به د وېرول شوو ډېر بد سبا وي.
37:178 او تر څه وخته له دوى څخه مخ وګرځوه.
37:179 او ليدونكى اوسه، ډېر زربه دوى پخپله وويني.
37:180 ستا رب لره پاكي ده چې د (ډېر) عزت والا رب دى، له هغو خبرو نه چې دوى يې بيانوي.
37:181 او سلام دى پراستول شوو (رسولانو).
37:182 او د ټولو مخلوقاتو رب، الله لره ستاينه ده.