>

د رواد د ژباړې مرکز — 450

37:103 نو كله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو.

37:104 نو موږ ورغږ كړ چې ای ابراهيمه!

37:105 دا دى خوب خو دې رښتيا كړ، يقيناً موږ (هم) نيكانو ته دغه شان بدله وركوو.

37:106 بېشكه دا يو څرګند ازميښت و.

37:107 او موږ د هغه په فديه (قربانۍ) كې ستره حلاله وركړه.

37:108 او په وروستنو كې مو د هغه ښه ياد پرېښود.

37:109 په ابراهيم دې سلام وي.

37:110 نېكانو ته همداسې بدله وركوو.

37:111 هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و.

37:112 او هغه ته مو په اسحاق زېرى وركړ، له صالحانو څخه يو نبي دی.

37:113 او موږ په ده او اسحاق بركت اچولى و. او د هغوى دواړو له اولاده ځينې نېك، او څوك د خپل ځان لپاره ښكاره ظالم دي.

37:114 او بېشکه موږ پر موسى او هارون احسان كړى و.

37:115 هغوى دواړه او قوم يې موږ د لوى غم نه ژغورلي وو.

37:116 او مرسته مو د دوی وكړه چې بيا همدوى برلاسي شول.

37:117 او هغوى ته مو څرګند كتاب وركړ.

37:118 او دواړو ته مو سيده لاره ورښوولې وه.

37:119 او پر هغوى مو وروستنو خلكو كې (دا خبره) پرېښوده.

37:120 (چې) پر موسى او هارون دې سلام وي.

37:121 نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو.

37:122 پېشكه هغوى دواړه زموږ له مومنو بندګانو څخه وو.

37:123 او بېشكه الياس له استول شوو رسولانو څخه و.

37:124 كله چې يې خپل قوم ته وويل اّيا نه وېرېږئ؟

37:125 اّيا تاسو بعل (نومى بت) رابلئ او تر ټولو غوره خالق پرېږدئ؟

37:126 يعنى الله چې ستاسو او ستاسو د ړومبنيو پلرونو رب دى.