د رواد د ژباړې مرکز — 448
37:52 هغه به ويل چې اّيا ته (د قيامت) له تصديقونكو څخه يې؟
37:53 اّيا كله چې موږ (ګډ وډ) خاورې او هډوكي شو بيا به موږ جزا موندونكي يو؟
37:54 (بيا به) وايي اّيا تاسو وركتونكي ياست؟
37:55 نو چې ور وګوري هغه به د دوزخ په منځ كې وويني.
37:56 وايي به والله تا خو نږدې زه هم تباه كړى وم.
37:57 او كه زما د رب لورينه نه واى، خامخا به زه هم په جهنم كې حاضر كړى شوى وم.
37:58 (ښه) نو اوس موږ (بل وار) مړه كېدونكي نه يو؟
37:59 پرته زموږ له هماغه لومړي مرګه او موږ عذابېدونكي هم نه يو؟
37:60 (نو چې داسې وي) دا خو يقيناً لوى برى دى.
37:61 د دې په شان (نعمتونو) لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي.
37:62 اّيا دا غوره دي په مېلمستيا کې که ونه د زقوم؟
37:63 موږ هغه د ظالمانو لپاره يوه فتنه (يا عذاب) ګرځولې ده.
37:64 هغه يوه (داسې) ونه ده چې د دوزخ په تل كې راوځي.
37:65 د هغې مېوې د شيطانانو (يا مارانو) سرونو غوندې دي.
37:66 نو هغوى به يې خوړونكي او هغې نه ګېډه ډكونكي وي.
37:67 بيا به دوى لره پر هغه د پاسه خامخا د خوټېدلو اوبو ورګډول وي.
37:68 بيا به د دوى ورتګ خامخا د دوزخ په لور وي.
37:69 بېشكه هغوى خپل پلرونه بې لارې موندلي وو.
37:70 نو د هغو په پلونو به يې منډې وهلې.
37:71 او خامخا له دوى مخكې هم زياتره لومړني خلك بې لارې شوي وو.
37:72 او په هغوى كې مو هم وېرونكي (پېغمبران) لېږلي وو.
37:73 نو ګوره چې د هغو وېرول شوو انجام څنګه شو؟
37:74 مګر بنده ګان د الله تعالی چې بچ ساتلی شوي دي.
37:75 او بېشكه موږ ته نوح آواز وكړ نو موږ ښه ځواب وركونكي يو.
37:76 او موږ هغه او كورنۍ يې له ستر كړاو څخه وژغورل.