>

د رواد د ژباړې مرکز — 446

37:1 قسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه.

37:2 بيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم.

37:3 بیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم.

37:4 چې بېشكه ستاسو معبود يو دى.

37:5 د اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب.

37:6 يقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست.

37:7 او له هر سرکښ شيطانه مو په ساتنه خوندي كړى دى.

37:8 پاسني مخلوق ته غوږ نه شي اېښودلاى او له هرې خوا ويشتل كيږي.

37:9 رټلی کیدی شي په رټني سره او دوی لره عذاب پيوست کېدونکی دی.

37:10 پرته له دې چې كه څوك تښتوونكى كومه خبره وتښتوي نو يوه سوځونكې لمبه ورپسې شي.

37:11 نو ويې پوښته چې اّيا د دوى پيدا كېدل به ګران وي كه هغه (نور مخلوق) چې موږ پيدا كړي؟ موږ خو هغوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي.

37:12 بلكې ته تعجب كوې او دوى ملنډې وهي.

37:13 او كله چې نصيحت ورته وشي نه يې مني.

37:14 او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي.

37:15 او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي.

37:16 اّيا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو نو بيا به ژوندي راپاڅول كيږو؟

37:17 او اّيا پلرونه زموږ لومړني؟

37:18 ورته ووايه هو او تاسي به ذلیله هم ياست.

37:19 یقینا (قيامت) يوه چيغه [پوکی دی شپیلۍ کې] بيا به دوى ګوري (چې څه ورسره كيږي).

37:20 او وايي به هاى زموږ تباهۍ دا خو د جزا ورځ ده.

37:21 (ورته وبه ويل شي) دا هماغه د فيصلې ورځ ده چې تاسي به دروغ ګڼله.

37:22 راغونډ كړئ هغه کسان چې ظلم یې كړى او ملګري يې او (ټول) هغه چې دوى به یې عبادت کولو.

37:23 له الله نه پرته، بيا يې د جهنم لارې ته ور سم كړئ.

37:24 او ويې دروئ، یقینا له دوی پوښتنه کېدونکې ده.