>

د رواد د ژباړې مرکز — 445

36:71 او آيا دوی نه ګوري چې یقینا پیدا کړي موږ دوى لپاره له هغو څه چې زموږ لاسونو کړي څاروي نو دوى يې مالكان دي.

36:72 او هغه مو ورته تابع كړي هم دي چې ځينې يې د دوى سپرلۍ دي او له ځينو يې خوراك كوي.

36:73 او په هغو كې د دوى لپاره ډېرې ګټې او د څښاك شيان دي نو اّيا شكر نه باسي.

36:74 او نیولي دي دوى پرته له الله څخه حقداران د بندګۍ د دې لپاره چې دوی سره مرسته وکړی شي.

36:75 ځواک نه لري (د خپل ځان او د دوی) د مرستې کولو او دوی [دا مشرکان] هغوی [دې باطل معبودانو] لره لښکر دی حاضر کړی شوی.

36:76 پس غمجن دې نه کړي تا لره وینا د دوی، يقيناً موږ پوهيږو په هغه څه چې دوى يې پټوي او په هغه څه چې ښكاره کوي یې.

36:77 اّيا انسان نه دي ليدلي چې هغه مو له يوه څاڅكي (نطفې) پيدا كړ خو بيا يو دم څرګند جګړه مار (ترې جوړ) شو.

36:78 او موږ ته مثال بيانوي او خپل پيدايښت يې هېر كړ وايي څوك به دا هډوكي راژوندي كوي چې وراسته رژېدلي وي.

36:79 ورته وايه: هغه ذات به يې راژوندي كوي كوم چې په لومړي ځل يې پيدا كړي او هماغه په هر ډول پيدايښت ښه پوه دى.

36:80 هغه چې تاسو ته يې له شنې ونې اور پيدا كړ او له هغې نه تاسو اور بلوئ.

36:81 اّيا هغه ذات چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړي، په دې نه دى قادر چې د دوى په شان (نور څه) پيدا كړي؟ ولې نه، (قادر دى) او هماغه ښه پيدا كونكى ډېر پوه دى.

36:82 بیشکه د هغه امر خو كله چې څه وغواړي دا دى چې و وايي: شه! نو هغه وشي.

36:83 نو هغه ذات لره پاكي ده چې د هر شي باچايي يې په لاس کې ده او (خاص) ده ته به ورګرځول كېږئ.