د رواد د ژباړې مرکز — 444
36:55 يقيناً جنتيان به نن په خپلو مزو كې مصروف وي. .
36:56 دوى او مېرمنې به يې په سيورو كې پر تختونو ډډه وهونكي (ناست) وي. .
36:57 دوى لره به پكې مېوې او څه چې غواړي هغه وي.
36:58 د مهربان رب لخوا به ورته سلام ويل كيږي.
36:59 او (وبه ويل شي) اې مجرمانو (تاسو) نن را بېل شئ.
36:60 اې د آدم زامنو! تاسو ته مې حكم نه و كړى چې د شيطان عبادت [تابعداري] مه كوئ، هغه ستاسو څرګند غليم (دښمن) دى.
36:61 او دا چې په بندګۍ خاص کړئ ما لره، دا نېغه لار ده.
36:62 او بېشكه هغه له تاسو نه ډېر خلك بې لارې كړي، اّيا تاسو عقل نه كارولو؟
36:63 دا هماغه جهنم دى چې ژمنه يې درسره كېدله.
36:64 په دې چې تاسو به كفر كولو نو نن هغه ته ورننوځئ.
36:65 نن به موږ د هغوى په خولو مهر وهو، خبرې به يې لاسونه راسره كوي او پښې به يې په هغو كارو شاهدي وايي چې دوى به كول.
36:66 او كه موږ وغواړو د هغوى سترګې به هموارې (بې نوره) كړو، بيا چې لارې ته ور وړاندې شي نو څرنګه به يې ويني.
36:67 او كه وغواړو خامخا به يې پر خپلو ځايو مسخ كړو، بيا به دوى نه تللى او نه راګرځېدلى شي.
36:68 او چا ته چې اوږد عمر وركوو نو هغه په پيدايښت كې [بدن یې] کمزوری كوو، اّيا نو دوى عقل نه كاروي؟
36:69 او موږ هغه ته نه شعر ورښوولى او نه ورسره ښايي، هغه خو له نصيحت او روښان قرآنه پرته بل څه نه دى.
36:70 دې لپاره چې كه څوك ژوندى وي هغه ته خبردارى وركړي او پر كافرانو (د عذاب) خبره ثابته شي.