د رواد د ژباړې مرکز — 443
36:41 او (بله) نښانه د دوى لپاره دا چې موږ د هغوى نسل په يوه ډكه شوې بېړۍ كې سپاره كړي وو.
36:42 او دوى ته مو د دې په شان نور (هم) داسې شيان پيدا كړي چې ورباندې سپريږي.
36:43 او كه موږ وغواړو دوى به ډوب كړو، بيا به يې نه څوك چيغه اورېدونكى وي او نه به ژغورل كيږي.
36:44 خو زموږ له خوا يو رحمت او څه لږه فايده ورکول و تر یو وخته.
36:45 او كله چې دوى ته وويل شي: له هغه څه (عذابه) ځان وساتئ چې ستاسو په مخ كې دى او هغه چې تر شا مو دى تر څو رحم درباندې وشي.
36:46 او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځونكي نه وي.
36:47 او كله چې ورته وويل شي: له هغه څه چې الله درته روزى كړي لګښت وكړئ نو بيا هغه كسان چې كافر شوي، مومنانو ته وايي: اّيا په هغه چا يې وخورو چې كه الله وغواړي خپله به خواړه وركړي، تاسو خو له يو ښكاره بې لاريتوب څخه پرته بل څه كې نه ياست.
36:48 او دوى وويل: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب)؟ كه تاسي ریښتيني ياست؟
36:49 دوى له يوې (سختې) چيغې پرته بل انتظار نه كوي چې داسې وخت به يې راګير كړي چې هغوى به بحثونه [داخیستلو او خرڅولو] کوي.
36:50 نو بيا به نه څه وصيت كولاى شي او نه به خپلې كورنۍ ته راستنېدلاى شي.
36:51 او شپېلۍ كې به پو كړى شي نو دوى به ناڅاپه له قبرونو د خپل رب په لوري منډې وهوونکي وي.
36:52 وايي به افسوس دی موږ لره، چا د خپلو خوب ځايونو څخه راپاڅولو؟ دا هماغه ده چې رحمٰن يې ژمنه كړې وه او پېغمبرانو رښتيا ويلي وو.
36:53 هغه له يوې چيغې پرته بل څه نه ده، بيا به ناګهانه هغوى ټول زموږ پر وړاندې حاضرکړای شي.
36:54 نو نن به په هيچا هيڅ ظلم ونه شي او نه به ستاسو له خپلو عملو پرته د بل څه بدله دركړى شي.