د رواد د ژباړې مرکز — 442
36:28 او له هغه وروسته مو نه د ده په قوم له اسمانه كوم لښكر راكوز كړ او نه يې موږ راكوزونكي وو.
36:29 هغه (عذاب) له يوې چيغې پرته بل څه نه و چې بيا يو دم هغوى يخ مړه پراته وو.
36:30 افسوس د بندګانو پر حال باندې هغوی ته چې هر پيغمبر راغى په هغه پورې يې ملنډې مسخرې وكړې.
36:31 اّيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكې قومونو څخه مو څومره تباه كړي دي چې دوى ته بيا نه راګرځي.
36:32 یقینا شان دا دی دوى ټول به په يو ځل [وار] زموږ پر وړاندې حاضريږي.
36:33 او يوه (لويه) نښانه د دوى لپاره همدا مړه زمكه ده چې موږ را ژوندۍ كړې او له هغې مو (هر ډول) دانې را وېستلې دي چې دوى خوراك ترې كوي.
36:34 او په هغې كې مو د كجورو او انګورو ډېر باغونه پيدا كړي او چينې مو پكې بیولې دي.
36:35 دې لپاره چې دوى يې له مېوو نه خوراك وكړي او دا خو د هغوى خپلو لاسونو نه دي جوړ كړي نو اّيا شكر نه وباسي.
36:36 هغه ذات لره پاكي ده چې دا ټولې جوړې يې پيدا كړې دي، له هغو نه چې ځمكه يې را زرغونوي خپله د هغوى له ځانو (اولادونو) او (يا) له هغو شيانو چې دوى يې لا پېژني هم نه.
36:37 او(بله) نښانه د دوى لپاره همدا شپه ده چې ورځ ترې را وباسو ناګهانه دوی په تیاره کې وي.
36:38 او لمر روان دی خپل ځای د قرارۍ ته دا د پوه او زورور ذات اندازه ده.
36:39 او موږ سپوږمۍ ته پړاوونه ټاكلي تر دې چې هغه شي په شان د وچې اوزړې لښتې د خرما.
36:40 نه لمر ته دا ښايي چې سپوږمۍ راګيره كړي او نه شپه په ورځې مخکې كېدونكې ده، دا هر یو پخپل مدار کې لامبو وهي.