د رواد د ژباړې مرکز — 441
36:13 او هغوى ته يوه بېلګه بيان كړه، د هغه كلي د خلكو چې كله (ډېر) رسولان ورغلي وو.
36:14 هغه وخت چې دوه كسان مو ورولېږل خو چې هغه دواړه يې درواغجن وبلل نو بيا مو يې په درېيم سره پياوړي کړل نو هغوى (درې واړو) وويل: په رېښتيا موږ تاسي ته رالېږل شوي استازي يو.
36:15 دوى وويل تاسو خو زموږ په شان له يو بشر پرته بل څوك نه ياست او نه رحمان (الله) څه رانازل كړي دي، تاسو بل څه نه ياست، يوازې درواغ واياست.
36:16 رسولانو وويل: زموږ رب پوهېږي موږ هرومرو تاسي ته د پيغمبرانو په توګه لېږل شوي يو.
36:17 اوپر موږ باندې له روښانه څرګند پيغام رسولو پرته نور مسئوليت نشته.
36:18 هغوى وويل: موږ پر تاسو بد فال نيولى (نو) كه ايسار نه شوئ هرومرو به مو په كاڼو وولو او زموږ له لاسه به دردوونکی عذاب در ورسي.
36:19 وېلې: ستاسو سپېروالی خپله تاسي سره دى، آيا (په دې كې سپېروالی دى) چې تاسو ته نصيحت وشو؟ نه، په اصل كې تاسي خپله زياتى كوونكي ياست.
36:20 او د هغه ښار له يو لېرې ځايه يو سړى په منډه راغى وېلې: ای زما قومه! په دغو رسولانو پسې لاړ شئ.
36:21 دهغه چا پيروي وكړئ چې له تاسي څخه څه اجر نه غواړي او پر سمه لار دي.
36:22 او څه دې مالره چې د هغه ذات بندګي ونه كړم چې زه یې پيدا كړى يم او د هغه لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي.
36:23 آيا له هغه پرته نور داسې معبودان ونيسم چې كه رحمان ما ته څه تاوان رسول غواړي نو د هغوى سپارښت را څخه نه څه ايسارولاى شي او نه مې بچ كولاى شي.
36:24 (كه زه دا كار وكړم) نو زه به په دغه وخت څرګنده ګمراهۍ كې یم.
36:25 ما خو ستاسي په رب باندې ايمان راوړى تاسي هم زما خبره واورئ.
36:26 ورته وويل شو: جنت ته ننوځه! وېلې كاشكى زما قوم پوهېدلاى.
36:27 په دې چې زما رب زه وبخښلم او په عزتمنو كې يې شامل كړم.