>

د رواد د ژباړې مرکز — 440

35:45 او كه چېرې الله دا خلك په خپلو عملونو نيولاى نو د ځمكې پر مخ به يې يو ژوندى خوځېدونكى هم نه واى پرېښى خو هغه يې تر يوې ټاكلې نېټې پورې ځنډوي، بيا چې كله يې نېټه راورسيږي نو بې شكه الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونكى دى.

36:1 يس [1]

36:2 قسم دی په قرآن حکمتونو والا باندې.

36:3 چې له شک پرته ته له رسولانو يې.

36:4 (او) پر نېغه لار (روان) يې

36:5 نازلول دي د زورور (ذات له خوا چې) رحم کوونکی دی.

36:6 تر څو ته يو داسې قوم ووېروې چى د هغوی پلرونه، نيكونه وېرول شوي نه وو او له دې كبله هغوى په غفلت كې غورځيدلي دي.

36:7 بیشکه په زياترو باندې (د عذاب) خبره رېښتيا شوې ده نو (اوس) هغوى ايمان نه راوړي.

36:8 موږ د هغوی په غاړو كښې طوقونه اچولي دي چې د هغوى تر زنو پورې رسيدلي دي له دې امله هغوى سرونه پورته نيولي ولاړ دي.

36:9 او د هغوى مخې ته مو هم دېوال جوړ كړى او تر شايې هم دېوال او پرده مو پر (سترګو يې) اچولې نو (اوس) هغوى څه نه ويني.

36:10 او پر دوى برابره ده که ته هغوى ووېروې او كه يې ونه وېروې، په هېڅ صورت هغوى ايمان نه راوړي.

36:11 بیشکه ته هغه څوك ډارولاى شې چې په دې نصيحت پسې روان وي او په غيبو له رحمانه ويريږي، نو همغه ته د بخښنې او پتمن اجر زېرى وركړه.

36:12 بېشكه همدا موږ مړي راژوندي كوو او هغه څه (عملونه) ليكو چې وړاندې يې لېږلي او چې وروسته يې پاتې دي او دا هر څه مو په يو څرګند كتاب كې شمېرلي دي.