د رواد د ژباړې مرکز — 439
35:39 الله همغه دى چې تاسو يې په ځمكه كې ځای ناستي ګرځولي ياست، نو چا چې کفر وکړ، كفر يې خپله پر هغه دى او كافرانو ته يې كفر د خپل رب پر وړاندې پرته له غضبه بل څه نه ور زياتوي، او كافرانو ته يې خپل كفر پرته له تاوانه بل څه نه ورزياتوي.
35:40 ورته وايه: د هغو شریکانو په اړه خبر راکړئ كوم چې تاسي له الله پرته رابولئ، را وښايئ چې هغوى د ځمكې (له شيانو) څه پيدا كړي دي؟ يا يې په آسمانونو كې څه شراكت دى؟ يا موږ هغوى ته كوم كتاب وركړى دى چې هغوى يې په څه دليل ولاړ دي؟ خو نه، په اصل كې دا ظالمان يو بل ته يوازې د دوكې ژمنې وركوي.
35:41 بې شكه الله آسمانونه او ځمكه (محكم) نيسي چې (له خپله ځايه) ونه خوځي او كه چېرې هغه دواړه بې ځايه شي نو له هغه پرته به يې هيڅوك هم ونه ساتي، په رېښتيا هغه ډېر د زغم والا بخښونكى دى.
35:42 او هغوى پر الله خپلې پخې پخې لوړې وکړې چې كه څوك وېروونكى ورته راشي نو بيا به هغوى هرومرو له نورو قومونو زيات ښه لار موندونكي وي، خو كله چې هغه بيا ورته راغلو نو له کرکې يې بل څه ورزيات نه كړل.
35:43 په ځمكه كې دلویي کولو او ناوړه دسيسو له امله، او ناوړه چلونه له خپل وړ كسانو پرته له چا راچاپېريږي، نو آيا هغوى له پخوانيو سره د شوي چلند پرته د بل څه انتظار كوي؟ نو د الله عادت لره خو به هيڅكله څه بدلون ونه مومې او نه به هيڅكله د الله عادت لره څه ګرځېدل ومومې.
35:44 آيا هغوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي چې وويني د هغو خلكو پايله څنګه وه چې له هغوى مخكې وو، حال دا چې هغوى په قوت كې لاترې زيات وو، او الله داسې نه دى چې كوم شى به يې كمزورى كړى، نه په آسمانونو كې او نه په ځمكه كې، په رېښتيا هغه ډېر پوه ځواکمن دى.