د رواد د ژباړې مرکز — 437
35:19 او نه برابریږي سره ړوند او لیدونکی.
35:20 او نه تيارې او رڼا.
35:21 او نه سيورى او نه تود باد.
35:22 او نه ژوندي او مړه سره برابريږي، بېشكه چا ته چې الله وغواړي وراوروي یې، او ته د هغو اوروونكى نه يې څوك چې په قبرو كې دي.
35:23 نه يې ته (ای محمده!) مګر ویروونکی.
35:24 پرته له شکه ته مو له حق سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې او هيڅ يو داسې ولس به نه وي چې كوم وېروونكى پكې نه وې تېر شوى.
35:25 او كه هغوى دې درواغجن وبولي نو له هغوى مخكې خلكو هم (رسولان) درواغجن بللي وو، هغوى ته هم خپل رسولان له څرګندو نښانو، صحيفو او روښانه كتاب سره راغلي وو.
35:26 بيا مې ونیول هغه كسان چې كافران شوي وو، نو بيا څنګه و عذاب زما.
35:27 آيا نه وينې چې الله له آسمانه اوبه راتويې كړې دي چې بيا مو په هغو سره (ډېرې) مېوې را اېستې چې بېل بېل رنګونه يې دي، او له غرونو څخه هم ځينې لارې (يا ټوټې) دي، سپينې او سرې د بېلو بېلو رنګونو والا او څه تكې تورې.
35:28 او همدارنګه د خلكو، ځناورو او څارويو نه هم ځينې د بېلو بېلو رنګونو والا دي خو حقه خبره دا ده چې له الله يوازې د هغه پوه بندګان ډاريږي، بېشكه الله برلاسى او بخښونكى دى.
35:29 بې شکه كوم خلك چې د الله كتاب لولي، لمونځ یې ودرولای وي او څه چې موږ ور روزي كړي له هغو په پټه او ښكاره لګښت كوي، هغوى د يوې داسې سوداګرۍ هيله كوي چې هيڅكله به هلاکه نه شي [تاوان نكوي].
35:30 تر دې چې (الله به يې) اجرونه پوره وركړي او له خپله فضله به لا نور هم زيات وركړي، هغه له شک پرته بخښونكى احسان قبلوونكى دى.