د رواد د ژباړې مرکز — 435
35:4 او كه تا درواغجن بولي نو (خير) له تا مخكې هم (ډېر) رسولان درواغجن ګڼل شوي او ټول كارونه الله ته ورګرځول كيږي.
35:5 ای خلكو په رېښتيا د الله ژمنه رېښتينې ده نو (ګورئ) د دنيا ژوند مو ونه غولوي او غولوونكى (شيطان) مو په (حلم د) الله دوكه نه كړي.
35:6 بېشكه شيطان ستاسي لپاره دښمن دى نو په دښمنۍ يې ونيسئ، هغه خو خپله ډله دېته رابولي چې دوزخيان شي.
35:7 كوم كسان چې كافر شوي د هغو لپاره سخت عذاب دى او كوم كسان چې ايمان يې راوړی او ښه عملونه يې كړي د هغو لپاره مغفرت اولوى اجر دى.
35:8 آيا نو څوك چې بد عمل يې ورته ښكلى شوی بيا يې هغه غوره بولي (د ښه سړي په شان دى؟) نو بېشكه چا ته چې الله وغواړي بې لارې كوي يې او چاته چې وغواړي سمه لار ورښايي، نو د هغوى په غم كې خپل ځان له منځه مه وړه، په رېښتيا الله پر هغو كارونو ښه پوه دى چې هغوى يې كوي.
35:9 او الله هغه ذات دى چې بادونه راليږي بيا هغه (بادونه) ورېځې راپورته كوي بيا يې موږ يوې مړې (وچې) ځمكې ته بيايو چې په دې سره بيا هغه ځمكه له مرګه وروسته بېرته راژوندۍ كوو، په همدې ډول به بيا را ژوندي كېدل وي.
35:10 څوك چې عزت غواړي نو عزت خو ټول الله لره دى، (ټولې) پاكې خبرې (د الله ستاينې) همغه ته ورخېژي (خو) نېك عمل (الله) اوچتوي، او هغه كسان چې د بديو چلونه کوي، هغوى لپاره سخت عذاب دى او د دغو خلکو چلونه به (ټول) تباه كيږي.
35:11 الله تاسي له خاورې پيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا يې ستاسي جوړې پيدا كړې (يعنې نر او ښځه). هېڅ ښځه نه حامله كېږي او نه ماشوم زېږوي مګر د الله په علم كې دي، او عمر نه ورکول کیږي هیڅ یوعمر ورکړل شوي لره او نه د چا په عمر كې څه كموالى راځي مګر په يو كتاب كې ليكل شوي دي، بېشکه الله لره دا ډېر آسانه دى.