د رواد د ژباړې مرکز — 434
34:49 ووايه: حق راغى، او باطل (معبود) نه لومړی څه پيدا كړي دي او نه يې بيا پيدا كولاى شي.
34:50 ووايه: كه زه بې لارې شوى يم نو د بې لارې كېدو تاوان مې پر خپل ځان دى او كه په سمه لار يم نو د هغې وحي په واسطه چې زما رب يې راته كوي، بېشكه همغه ښه اورېدونكى رانېږدې دى.
34:51 که چیرته تا (دا حالت) لیدلای (ای مخاطبه!) چې كله ووېريږي [ملک الموت یا عذاب ورته راشۍ] پټېدلای به نه شي، او په كوم نېږدې ځاى كې به راګير كړى شي.
34:52 وايي به: موږ پرې ايمان راوړى دى، نو څرنکه به شي دوی لپاره (له مرګ وروسته د ایمان رانیول) له لېرې ځایه (له دنیا څخه)؟
34:53 حال دا چې مخکې ترې منكر شوي وو، او له لېرې ځايه به يې د غيبو ويشتل كول.
34:54 او د هغوى او غوښتنو تر منځ يې پرده جوړه شوې ده لكه چې لا مخکې يې په سيالانو دا كار شوى و، بېشكه هغوى هم په زړه نا زړه كوونكي شك كې وو.
35:1 الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقيناً الله په هر څه قادر دى.
35:2 الله چې خلكو ته خپل څه رحمت را پرانيزي نو د هغه څوك بندوونكى نشته، او څه چې بند كړي نو بيا له ده وروسته يې څوك جاري كوونكى نشته او همغه برلاسى او د حكمت والا دى.
35:3 اې خلكو! الله چې پر تاسو څه پېرزوينه كړې هغه درياد كړئ، آيا له الله پرته كوم بل خالق شته چې له آسمان او ځمكې روزي دركړي؟ له هغه پرته كوم بل الله نشته، نو تاسو څنګه اړول كيږئ (له حقه).