>

د رواد د ژباړې مرکز — 433

34:40 او هغه ورځ چې دوى ټول راغونډ كړي بيا به پرېښتو ته وايي آيا دې خلكو ستاسي عبادت كولو؟

34:41 هغوى به وايي: تا لره پاكي ده، ته زموږ دوست يې نه هغوى، (زمونږ عبادت یې نه دی کړی) بلکې د پېريانو عبادت یې کاوه زياترو يې پر هغوى ايمان درلود.

34:42 نو نن به تاسې د يو بل لپاره د هيڅ ګټې او تاوان واك نه لرئ او كومو خلكو چې ظلم كړى موږ به هغوى ته ووايو: (اوس) د هغه اور عذاب وڅكئ چې تاسو به درواغ ګڼلو.

34:43 او كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي، وايي دا بل څه نه دي پرته له يو داسې سړي چې غواړي له هغه څه مو راوګرځوي چې ستاسو پلرونو به یې عبادت کاوه، او وايي به: دا له ځانه جوړ شوو درواغو پرته بل څه نه دي. او كوم خلك چې كافر شوي دي كله چې حق ورته راغى (نو) ويلې دا خو له ښكاره كوډو پرته بل هيڅ نه دي!

34:44 موږ له تا مخكې دوی ته نه څه كتابونه وركړي وو چې هغه یې لوستل، او نه مو ورته څوك وېروونكى وراستولى و.

34:45 او له دوى مخكې خلكو هم (زموږ خبره) دروغ ګڼلې وه او هغوى ته مو چې څومره وركړي وو، دوى يې لسمې (برخې) ته هم نه دي رسېدلي خو چې زما رسولان يې دروغجن وګڼل نو بيا زما عذاب څنګه و؟

34:46 ورته ووايه: زه تاسي ته يوازې د يوې خبرې نصيحت كوم: دا چې الله ته دوه دوه ودرېږئ او (يا) يو يو، بيا (ښه) سوچ وكړئ، ستاسي په (دې) ملګري كې خو څه ليونتوب نشته، هغه خو د يو سخت عذاب پر وړاندې ستاسو لپاره له يو وېروونكي پرته بل څه نه دى.

34:47 ورته وايه: که څه مزدوري مې درڅخه وغوښته [په دې دعوت] هغه دې ستاسو وي، زما بدله له الله پرته پر بل چا نه ده، او همغه پر هر څه شاهد دى.

34:48 ووايه: بېشكه زما رب حق په کلکه بیانوي، پر پټو ډېر ښه پوه دی.