>

د رواد د ژباړې مرکز — 432

34:32 لويي غوښتونكي به ضعيفانو ته وايي چې آيا له هغه وروسته هم موږ له هدايته ايسار كړي وئ چې درته راغى؟ خو نه په اصل كې (خپله) تاسو مجرمان وئ.

34:33 او (بيا به) كمزوري ګڼل شوي كسان لويي غوښتونكو ته وايي چې نه په اصل كې همدا ستاسو د شپې ورځې چلونه وو چې موږ ته مو امر كولو تر څو پر الله كفر وکړو او هغه سره شريكان وګرځوو، او كله چې عذاب وويني نو هغوى (ټول) به په پټه (ډېره) پښيماني وكړي، او كوم كسان چې كافر شوي دي په غاړو كې به يې ځنځيرونه ورواچوو، آيا هغوی ته له هغو عملونو پرته چې هغوى به كول د بل څه بدله وركول كيږي؟

34:34 او په هر كلي كې چې موږ څوك خبردارى وركوونكى لېږلى له دې پرته بل څه نه و چې سوكاله خلكو به يې ويل: له څه شي سره چې تاسي رالېږل شوي ياست موږ له هغه منكر يو.

34:35 او ويل به يې موږ په مالونو او اولادونو كې ډېر زيات يو او موږ په عذابېدونكي نه يو.

34:36 ووايه: په رېښتيا زما رب چا ته چې وغواړي روزي يې پراخوي او (يا يې) تنګوي خو زياتره خلك نه پوهيږي.

34:37 نه دي مالونه ستاسي او نه اولادونه ستاسي په هغه درجه کې چې موږ ته مو نزدې کړي په نزدیوالي سره، لیکن هغه چا چې ایمان راوړی وي اونیک عملونه یې کړي وي، پس دوی لره به د دوی د کړنې له امله دو چنده بدله وي، او هغوى به بې غمه په دنګو ماڼيو كې وي.

34:38 او كوم كسان چې زموږ د آيتونو په كمزوري كولو كې هلې ځلې كوي، هغوى په عذاب كې حاضرېدونکي دي.

34:39 ورته ووايه: یقینا زما رب روزي پراخوي چا ته چې وغواړي له خپلو بندګانو او (يا يې) ورته تنګوي او هغه څه چې تاسو يې (په خير كې) لګوئ نو هغه (الله) يې بدله دركوي او همغه تر ټولو ښه روزي وركونكى دى.