>

د رواد د ژباړې مرکز — 431

34:23 او د هغه پر وړاندې سپارښتنه هم چاته ګټه نه رسوي پرته له هغه چې اجازه يې ورته كړې وي، تر هغو چې له زړونو يې وېره لېرې شي، وايي: ستاسو رب څه وويل؟ (په ځواب كې) ورته وايي حق (يې وويل) او همغه ډېر اوچت او لوى دى.

34:24 ورته ووايه: تاسي ته له آسمانونو او زمكې څوك روزي دركوي؟ (خپله) ورته ووايه: الله، او دا چې په موږ اوتاسو کې څوک په پوره هدایت دی او يا څرګند بې لارېتوب کې دی.

34:25 ووايه: تاسي له هغو بدو نه پوښتل كيږئ چې موږ كړي وي او له هغو موږ نه پوښتل كيږو چې تاسو يې كوئ.

34:26 ووايه زموږ پالونکی به مو راغونډوي بيا به په حقه سره زموږ تر منځ پرېکړه كوي او همغه ډېر پوه ښه پرېکړه كوونكى دى.

34:27 ووايه: ماته راوښايئ هغه چې تاسو د شريكانو په توګه ورسره نښلولي دي، خو نه؛ بلکې په اصل كې برلاسى او د حكمت والا همغه الله دى.

34:28 او ته مو ټولو خلكو ته پرته له يو زېري وركونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى خو زياتره خلك نه پوهيږي.

34:29 او هغوى وايي: كه تاسو ریښتيني ياست نو دا ژمنه به كله وي؟

34:30 ووايه ستاسو لپاره د ژمنې يوه ټاكلې ورځ ده چې نه به يو ساعت ترې وروسته كېږئ او نه به وړاندې كېږئ.

34:31 او كوم كسان چې كافر شوي وايي هيڅكله به نه په دې قرآن ايمان راوړو او نه په هغه چې ترې مخكې و. او كه ته دا ظالمان ووينې چې د خپل رب په وړاندې درول شوي، يو بل ته خبره ورګرځوي، څوك چې كمزوري ګڼل شوي وو هغوى به لويي غوښتونكو ته وايي چې كه تاسو نه واى موږ به هرومرو مؤمنان وو.