د رواد د ژباړې مرکز — 429
34:8 آیا پر الله يې درواغ تړلي یا په هغه كې ليونتوب دى؟ (نه) بلكې هغوى چې آخرت نه مني په عذاب او (له حقه) په لېري بې لاريتوب كې دي.
34:9 ايا دوى هغه اسمان او ځمكه نه دي ليدلي چې له دوی وړاندې او وروسته راچاپېر شوي دي؟ كه موږ وغواړو نو دوى به په ځمكه ننباسو، يا به د اسمان څه ټوټې پر دوى را وغورځوو، په حقيقت كې په دې كې د هر هغه بنده لپاره يوه نښانه ده چې د الله طرف ته ورګرځېدونكى وي.
34:10 او موږ داود (علیه السلام) ته له خپل لوري فضيلت وركړى و، اې غرونو له هغه سره تسبيح تكراروئ او (اې) مرغانو (تاسو هم)، او هغه ته مو اوسپنه پسته كړه.
34:11 چې ښې ښې (پوره) زغرې جوړوه او په اوبدلو كې اندازه ساته او (تاسي ټول) ښه ښه كارونه كوئ، بې شكه زه ستاسي د كړو وړو ليدونكى يم.
34:12 او سليمان (علیه السلام) ته مو باد تابع كړى و چې د سهار مزل يې هم د مياشتې و او د ماښام يې هم د يوې مياشتې او هغه ته مو د تانبې چينه (هم) بیولې وه، او تابع کړي وو موږ د پېريانو څخه چې د خپل رب په حكم يې د هغه پر وړاندې كار كولو، او څوك چې په دوی کې زموږ د حکم څخه سرغړونه وکړي، هغه ته به د بل شوي اور عذاب ور وڅكو.
34:13 سليمان (علیه السلام) به چې څه غوښتل هغه به دوى ورته جوړولو (لکه) عبادتخانې، مجسمې (څېرې)، د حوضونو په څېر خانكونه او په نغريو ولاړو دېګونه، اې د داود (علیه السلام) كورنۍ (د دې) شكرانې لپاره (نېك) عمل كوئ او زما بندګانو كې لږ شكر وېستونكي دي.
34:14 بيا كله چې موږ پر سليمان (علیه السلام) د مرګ فيصله وكړه، نو پېريانو ته د هغه د مرګ خبر وركوونكى بل څه نه و پرته له هغه چینجي چې د هغه امسا يې خوړله، په دې ډول كله چې سليمان (علیه السلام) راولوېده، نو (خلکو ته) پېریان څرګند شول چې كه دوى په غيبو پوهېدلی نو دغه سپکونکی عذاب كې به نه وو پاتې شوي.