>

د رواد د ژباړې مرکز — 428

34:1 ټولې ستاینې خاص الله لره دي، چې یوازې د هغه په اختیار کې دي څه چې په اسمانونو کې دي او څه چې په ځمکه کې دي، او په آخرت كې هم هغه لره ستاينه ده، هغه حكمت والا او باخبره دى.

34:2 پوهيږي پر هغه څه چې په ځمكه كې ننوځي او څه چې ترې راوځي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه ورپورته کیږي او همغه مهربان بخښونكى دى.

34:3 او كافران وايي چې موږ ته به قيامت رانه شي! ورته ووايه: ولې نه، په رب مې دې قسم وي چې د غيبو عالم دى هرومرو به درته راشي، له هغه څخه نه په آسمانونو او نه پر ځمكه كې د يوې ذرې په اندازه څه نه پټيږي، او نه به له دې كوچنى او نه (ترې) لوى څه داسې شى وي چې هغه په يو څرګند كتاب كې نه وي.

34:4 د دې لپاره چې هغو خلكو ته بدله وركړي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، د هغوى لپاره بخښنه او غوره روزي ده.

34:5 او هغوى چې زموږ د آيتونو په را لاندې كولو كې او له مینځه وړلو کې يې هلې ځلې كړې دي، هغوى لپاره ناوړه دردوونکی عذاب دى.

34:6 او چا ته چې پوهه وركړى شوې هغوى ويني چې ستا د رب لخوا څه درته نازل شوي هغه حق دي او د برلاسي ستايلي (ذات) لوري ته ښوونه كوي.

34:7 او هغو کسانو چې کفر کړی وويل: آيا تاسي ته يو داسې سړى دروښايو چې هغه مو په دې خبروي چې كله تاسي پوره ذرې ذرې شئ نو تاسي به په يو نوي پيدايښت كې راشئ!