د رواد د ژباړې مرکز — 427
33:63 خلك دې له قيامته پوښتي، ورته وايه: علم يې بس الله سره دى او ته څه خبر يې ښايي قيامت نېږدې وي.
33:64 بېشكه الله كافران رټلي او جهنم يې ورته چمتو كړى دى.
33:65 همیشه به وي به هغې کې همیشه، نه به مومي دوست او نه مرستندوی.
33:66 هغه ورځ درپه یاد کړه چې اړولای او راړولای به شي مخونه د دوی په اور کې، او وایي به: ارمان چې د الله خبره مو منلې واى او د رسول پيروي مو كړې واى.
33:67 او وايي به: موږ خو د خپلو سردارانو او لويانو خبره ومنله چې (دا دى) لاره يې رانه وركه كړه.
33:68 زموږ ربه! هغوى ته له عذابه دوه برابره (برخه) وركړه او په ستر لعنت يې ورټه.
33:69 ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د هغو خلکو په څېر مه كيږئ چې موسىٰ ته يې تكليف ورسولو چې بيا الله د هغوى له خبرو د هغه صفايي (هم) وركړه او هغه خو د الله پر وړاندې (ډېر) مخور و.
33:70 اى مومنانو! له الله ووېرېږئ او سمه خبره كوئ.
33:71 ستاسي كارونه به سم كړي، او ګناهونه به مو دروبخښي او چا چې الله او د هغه د رسول خبره ومنله نو په رېښتيا هغه برى وموند، لوى برى.
33:72 بېشکه موږ (خپل) امانت آسمانونو، ځمكې او غرونو ته وړاندې كړ نو هغوى يې له وړلو انكار وكړ او ترې ووېرېدل (خو) انسان هغه په غاړه واخيست. رښتيا چې هغه ډېر ظالم او ناپوه دى.
33:73 تر څو الله منافقان او منافقانې او مشركان او مشركانې په عذاب كړي او د مومنانو نارينه او ښځو توبه قبوله كړي او الله بخښونكى مهربان دى.