د رواد د ژباړې مرکز — 426
33:55 (د پيغمبر صلي الله عليه وسلم د بيبيانو لپاره) په دوې هېڅ باك نشته چې د هغو پلرونه، د هغو زامن، د هغو ورونه، د هغو ورېرونه، د هغو خوريونه، د هغو انډيوالانې ښځې او دهغو وينځې مريونه (كورونو ته ورشي)، (ای ښځو!) تاسي بايد د الله له نافرمانۍ ډډه وكړئ، الله پر هر څه ناظر دی.
33:56 بیشکه الله او پرښتې یې د الله درود وایي (رحمت لیږی) پر نبي، ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی دی! درود ووایاست پر هغه (نبي) او سلام (پرې) ووایاست په سلام ویلو سره.
33:57 په رېښتيا هغه كسان چې الله او د هغه رسول ازاروي، الله په دنيا او آخرت كې پرې لعنت كړى، او هغوى ته يې سپكوونكى عذاب چمتو كړى.
33:58 او هغه كسان چې مومنان او مومنانې ځوروي پرته له څه ګناه چې هغوى كړې وي، نو بېشكه هغوى لوى درواغ او څرګنده ګناه باروي [کسب یې کړه].
33:59 ای نبي خپلو مېرمنو، لوڼو او د نورو مومنانو ښځو ته ووايه چې خپل پړوني دې پر ځان راخپروي، دا كار ډېر نږدې دی چې هغوى وپېژندل شي، نو نه به ځورول كيږي او الله (ډېر) بخښونكي مهربان دى.
33:60 كه دا منافقان او هغه كسان چې په زړونو كې يې ناروغي ده او په مدينه كې بدې اوازې خپرونكي (اوس هم) ايسار نه شول نو موږ به خامخا تا ورباندې مسلط كړو بيا به دې هلته پرته له كمې مودې (ډېر) ګاونډي توب ونكړي.
33:61 رټلي به وي، چېرته چې وموندل شول ګيريږي به او سخت به وژل كيږي.
33:62 همدا د الله تګلاره ده په هغو خلكو كې هم چې مخكې تېر شوي او ته به هيڅكله د الله د تګلارې څه بدلېدل ونه مومې.