>

د رواد د ژباړې مرکز — 423

33:36 او كله چې الله او د هغه رسول د څه كار پرېکړه وكړي، نو هيڅ مومن او مومنې لره نه ښایي چې په خپلو کارونو کې خپله خوښه ولري، او څوك چې له الله او د هغه له رسوله سرغړونه وكړي، نو هغه بې لارې شو په يو څرګند بې لاريتوب سره.

33:37 او كله چې ويل تا هغه چا ته چې پېرزوينه كړې ده الله پر هغه او پیرزوینه کړې ده تا پر هغه: خپله مېرمن دې وساته او له الله وېوېرېږه، تا په خپل زړه كې هغه څه پټول چې الله يې څرګندوونكى و او ته له خلكو وېرېدې په داسې حال كې چې الله ډېر وړ دى چې ترې وډار شې، بيا نو كله چې زيد ترې خپله اړتيا پوره كړه هغه مو تا ته په نكاح كړه تر څو پر مومنانو د زوى بلليو [متبنی] په مېرمنو كې څه ستونزه نه وي، كله چې هغوى ترې خپله اړتيا پوره كړې وي، او د الله (دا) حكم هرومرو كېدونكى و.

33:38 پر نبي (عليه السلام) د هغه كار هيڅ ګناه نشته چې الله ورته ټاكلى، په مخكې تېر شوو خلكو كې هم د الله همدا کړنلاره وه او د الله حكم يو ټاكل شوى مقرر حكم دى.

33:39 هغه كسان چې د الله پيغامونه رسوي او ترې ډاريږي او له الله پرته له بل چا نه ډاريږي او الله ښه حساب كوونكى بس دی.

33:40 محمد (صلۍ الله عليه واله وسلم) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى مګر هغه د الله رسول او خاتم (وروستی) د پېغمبرانو دى، او الله د هر شي علم لرونكى دى.

33:41 ای هغو کسانو چې ایمان يې راوړی! یادوئ الله په ډېرو یادولو سره.

33:42 او سبا بېګا يې پاکي بيانوئ.

33:43 همغه ذات دى چې پر تاسي رحمت نازلوي او ملایک درته بخښنه غواړي دې لپاره چې له تيارو مو رڼا ته را وباسي او هغه پر مومنانو ډېر مهربان دى.