>

د رواد د ژباړې مرکز — 422

33:31 او له تاسې څخه چې هر څوك الله او د هغه رسول ته غاړه كيږدي او ښه كارونه وكړي نو اجر به يې دوه ځلې وركوو او هغې ته مو غوره روزي چمتو كړې ده.

33:32 اې د نبى مېرمنو تاسي د نورو ښځو په څېر نه ياست، كه له الله وېره لرئ نو په خبرو كې نرمي (لچک) مه كوئ، چې بيا به هغه څوک په تمه شي چې په زړه كې يې مرض وي او سمه (زيږه) خبره كوئ.

33:33 او خپلو كورو كې اوسئ او د لومړني جاهليت په څېر خپل ښايست مه څرګندوئ او بشپړ لمونځ كوئ، زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول خبره منئ، په حقيقت كې الله غواړي چې له تاسي ګناه لرې كړي ای (د نبي) كور والاوو، او ښه مو پاك كړي په پاکولو سره.

33:34 او ياد کړئ د الله هغه آيتونه او حكمت (نبوي احاديث) چې ستاسي په كورونو كې لوستل كيږي، بې شکه الله په رازونو پوه خبردار دى.

33:35 بېشكه مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې، مومنان نارينه او مومنې ښځې، امر منونكي نارينه او امر منونكې ښځې، ريښتيني نارينه او ريښتونې ښځې، صبر كوونكي نارينه او صبر كوونكې ښځې، (د الله پر وړاندې) سرټيټوونكي نارينه او سرټيټوونكې ښځې، صدقه وركوونكي نارينه او صدقه وركوونكې ښځې، روژتيان نارينه او روژ تيانې ښځې، د خپلو شرمځايونو ساتونكي نارينه او ساتونكې ښځې، د الله ډېرډېر يادوونكي نارينه اود الله يادوونكې ښځې، دا (لس ډوله) خلك هغه كسان دي چې الله هغوی لپاره بخښنه او لوی اجر چمتو كړی دى.