د رواد د ژباړې مرکز — 420
33:16 ورته ووايه: كه تاسي له مرګ يا وژنې وتښتئ، نو دا تېښته به هيڅ ګټه درته ونه كړي او بيا به د ژوند ګټه هم درنكړل شي مګر لږ (وخت).
33:17 ورته ووايه هغه څوك دى چې تاسي له الله نه وژغوري، كه چېرې هغه څه بدي يا رحمت درته وغواړي؟ او هغوى به الله نه پرته خپل ځانته نه كوم دوست ومومي نه مرستندوى.
33:18 بې شكه الله تاسو څخه هغه كسان ښه پېژني چې (له جهاد نه) ايسارول كوي او خپلو ورونو (ملګرو) ته وايي: موږ خواته راځئ، او هغوى جګړې ته ډېر لږ راځي.
33:19 هغوى ستاسو په هكله بخيلان دي، خو كله چې وېره راشي نو بيا به يې وينې چې سترګې يې چورلي او داسې درته ګوري لكه د مرګ بيهوشي چې پرې راغلې وي، خو كله چې ډار ختم شي نو په خپلو تېرو ژبو سره تاسي غندي، په خير كې ډېر بخيلان دي، هغوى ايمان نه دى راوړى، نو الله يې عملونه برباد كړل او دا الله ته (ډېره) اسانه ده.
33:20 دوى ګومان كوي چې لښكرې (د مشركانو) بېرته نه دي تللې، او كه دا لښكرې بيا راشي نو خوښوي دوی چې كاشكې دوى په مېرو كې له كوچيانو سره واى (او) ستاسي د حالاتو پوښتنې يې كولاى، او كه دوى په تاسي كې موجود هم واى نو ډېر لږ به جنګېدلي وو.
33:21 بېشكه تاسي لپاره د رسول الله په تابعدارۍ کې ښائسته پېروي شته، د هغه چا لپاره چې د الله او د اّخرت له ورځې هيله لري او الله ډېر يادوي.
33:22 او كله چې مومنانو هغه لښكرې وليدې ویې ویل: دا خو هماغه دي چې الله او رسول يې موږ سره ژمنه كړې وه، الله او رسول يې ریښتيا ويلي وو، او پرته له ايمان او تابعدارۍ يې د هغو بل څه ور زيات نه كړل.