د رواد د ژباړې مرکز — 42
2:253 دا رسولان (چې يادشول) ځينې مو پر ځينو غوره كړي، له دوى نه څوك داسې دي چې الله ورسره كلام (خبرې) كړې او د ځينو يې مرتبې لوړې كړي او د مريمې زوى عيسى ته مو ښكاره معجزې وركړې وې او په پاك روح مو يې مرسته كړې وه. او كه الله غوښتلى نو دوى به نه سره جنګېدل، پس له هغه چې څرګندې معجزې هم ورته راغلې، خو سره وران شول نو ځينو يې ايمان راوړلو او ځينې يې كافر شول او (بياهم) كه الله غوښتي وى نو دوى به نه سره جنګېدل خو الله هغه څه كوي چې اراده يې كوي.
2:254 اى موْمنانو ! څه مال شتمني چې موږ دركړې ده ، له هغې نه لګښت وكړئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې به نه پېرل پلورل وي، نه دوستي (په درد خوري) او نه (به) سپارښت (كار وكړي) او ظالمان اصلاً هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي.
2:255 الله هماغه دى چې له ده پرته بل معبود نشته تل ترتله ژوندى سمبالونكى دى، نه پركالي پرې راځي او نه خوب، څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي (ټول) د هغه دي، دا به څوك وي چې د هغه له خوښې پرته د چا سپارښتنه ورته وكړي؟ په هر هغه څه پوهيږي چې د دوى مخې يا يې شاته دي، او دوى د هغه له معلوماتو هيڅ شى نه شي راګيرولاى مګر هغه چې د ده خوښه وي، كرسۍ يې پر اسمانو او ځمكې پراخه ده، او د دې دواړو (ځمكى او اسمان) ساتنه يې نه ستومانه كوي او هغه لوى اوچت ذات دى.
2:256 په دين (منلو) كې زور نشته، سمه لار له بې لارۍ څخه څرګنده شوې ده، نو څوك چې د طاغوت (شيطان او بت) څخه منكر شي او په الله ايمان راوړي نو په داسې ټينګې كړۍ يې منګولې ولګولې چې پرې کېدل يې نشته او الله اوريدونكى پوه دى.