>

د رواد د ژباړې مرکز — 415

32:1 الم [1]

32:2 د دې كتاب نازلېدلو کې شك نشته چې د مخلوقاتو د پالونكي لخوا دى.

32:3 اّيا (کافران) وايي چې دې پېغمبر دا قران د ځان څخه جوړ كړى؟ نه، بلکې راتلل د دې قران ثابت دي ستا د رب له طرفه، دې لپاره چې ووېروې په دې قران هغه خلك چې له تا مخکې ورته وېرونكى نه دى راغلى، دې لپاره چې سمه لار ومومي.

32:4 الله هغه ذات دى چې آسمانونه، ځمكه او څه يې چې یې ترمنځه دي په شپږو ورځو كې پيدا کړي، بيا پر عرش پورته شو، ستاسي لپاره له هغه پرته څوك بچ کوونکی او سپارښتګر نشته، نو اّيا تاسي څه درس نه اخلئ؟

32:5 هغه له اسمانه ځمكې ته د (هر) كار سمبالښت كوي، بيا په هغه ورځ ده ته ورخيژي چې ستاسي په شمېره يې اندازه زر كاله ده.

32:6 همدا ذات د پټو او څرګندو عالم، برلاسى او ډېر مهربان دى.

32:7 هغه ذات چې ډېر ښه يې جوړ كړی دی هر شی، او پيل کړی یې دی پېدایښت د انسان له خټې نه.

32:8 بيا يې جوړ کړی نسل د هغه د راښکلی شوو اوبو سپکو نه.

32:9 چې بيا يې سم برابر كړ او له خپل روح نه يې پوكى پكې وكړ، او تاسي ته يې د اورېدو، ليدو (قوتونه) او (فكر كولو) زړو نه دركړل، (خو) تاسو ډېر لږ شكر باسئ.

32:10 او دوى وويل: آيا كله چې موږ په ځمكه كې (خاورو سره) ورك شو نو بيا به نوي پيدايښت كې منځ ته راشو؟ دوى خو له خپل رب سره د مخامخ کېدلو نه هم منكر دي.

32:11 ورته ووايه: د مرګ هغه ملايك به مو سا اخلي چې پر تاسو ګمارل شوى، بيا به د خپل رب په لور ګرځول كېږئ.