>

د رواد د ژباړې مرکز — 411

31:1 الم [1]

31:2 دا آیتونه د داسې کتاب دي چې د حکمتونو نه ډک دی.

31:3 هدایت او رحمت دی لپاره د نېکانو.

31:4 هغه خلك چې پابندي کوي د لمانځه، ورکوي زكات او هغوى په آخرت باور لري.

31:5 دغو (صفتونو والا) د خپل رب لخوا په سمه لار برابر او همدوى برى موندونكي دي.

31:6 او له خلكو څخه ځينې هغه دي چې چټي خبرې پيري، تر څو پرته له دلیل نه (خلك) د الله له لارې واړوي او هغه ټوكې وګڼي، د داسې خلكو لپاره سپكونكى عذاب دى.

31:7 او كله چې پر هغه زموږ اّيتونه لوستل كيږي نو داسې په لويي مخ واړوي لكه چې (بيخي يې) اورېدلي نه وي، (يا) لكه غوږونو كې يې چې دروندوالى وي، نو هغه ته د يو دردناك عذاب زېرى وركړه.

31:8 يقيناً چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي دي هغو لپاره له نعمتونو ډك جنتونه دي.

31:9 تلپاتې به وي په هغو كې، د الله ریښتينې ژمنه ده او هغه حكمت والا برلاسى دى.

31:10 اّسمانونه يې بې له ستنو پيدا كړي ( لکه څرنګه یې) چې تاسې وينئ، او په ځمكه كې يې كلك ولاړ غرونه پيدا كړل چې هغه پر تاسي ونه خوځيږي او هر ډول خوځېدونكي ژوي يې پكې خپاره كړل او موږ له اسمانه اوبه را وورولې بيا مو په هغې كې هر ډول ګټور بوټي را شنه کړل.

31:11 دا پيدايښت د الله دى، نو را وښاياست چې له هغه پرته دوى (باطلو معبودانو) څه پيدا كړي دي، بلكې دا ظالمان خو په څرګنده بې لاریتوب کې دي.