د رواد د ژباړې مرکز — 410
30:51 او كه يو داسې باد ولېږو چې بيا (خپل كښتونه) تك زېړ وويني نو له هغه وروسته به خامخا په كفر لاس پورې كوي.
30:52 نو ته خو مړو ته نه شې ور اورولاى او نه هغو كڼو ته بلنه ور اورولاى شې چې بيرته په شا ګرځېدونكي وي.
30:53 او ته له بې لاريتوب نه د ړندو راوېستونكى هم نه يې، ته له هغه چا پرته بل چا ته نه شې ور اورولاى چې زموږ پر آيتونو باور كوي او هغوی غاړه اېښودونكي وي.
30:54 الله هغه ذات دى چې تاسي يې له كمزورتيا څخه پيدا كړئ، بيا يې له كمزورۍ وروسته قوت دركړ، بيا يې له قوت وروسته كمزورتيا او زوړوالى، څه يې چې خوښه وي پيدا كوي يې او هماغه ډېر پوه قدرت والا دى.
30:55 او كله چې قيامت ترسره كيږي مجرمان به قسمونه كوي چې له يو ساعت پرته زيات نه دي ځنډېدلي! دوى به همداسې (له حق نه) ګرځول كېدل.
30:56 او چا ته چې علم او ايمان وركړل شوى هغوى به وايي: تاسي خو د الله په كتاب كې د پاڅون تر ورځې ځنډېدلي ياست، نو دا د پاڅون ورځ ده خو تاسي نه پوهېدلئ.
30:57 نو په هغه ورځ به ظالمانو ته د هغوى عذر غوښتل هيڅ ګټه ونه رسوي او نه به توبه ویستل ( او اطاعت) ترې وغوښتل شي.
30:58 او بې شكه موږ د خلكو لپاره په دې قراّن كې هر ډول بيان كړى، او كه چېرې ته كومه نښانه ورته راوړې، كافران به خامخا وايي چې تاسي له باطل ويونكو پرته بل څه نه ياست.
30:59 په همدې توګه الله د هغو خلكو په زړونو باندې ټاپه وهي چې نه پوهيږي.
30:60 نو صبر وكړه، يقيناً د الله ژمنه رښتينې ده او هغه خلك دې تا هيڅكله بې ثباته او کم ونه مومي چې يقين نه كوي.