>

د رواد د ژباړې مرکز — 408

30:33 او کله چې ورسیږي ځینو خلكو ته تكليف نو رابلي خپل رب لره هغه ته اخلاص کوونکي، خو بيا چې له خپل طرفه یوه خوشحالي ور وڅكي نو يو دم یوه ډله له هغوى نه خپل رب سره شرك کوي.

30:34 (عاقبت دا چې) ناشکري وکړي دوی د هغه نعمت چې موږ دوی ته ورکړی دی، نو مزې وكړئ (د دنیا) تاسي زر دی چې پوه به شئ.

30:35 آيا نازل کړی دی موږ دوی باندې کوم دلیل، نو هغه ثابتوي (بندګي) د هغه چا چې دوی یې د الله تعالی سره شریکوي.

30:36 او هر کله چې وروڅکو موږ انسانانو ته خوشحالې د دنیا نو ورباندې نازيږي او كه د خپلو لاسو د كړو وړو په وجه څه كړاو ورته رسيږي نو يو دم ناهيلي كيږي.

30:37 اّيا دوى نه دي ليدلي چې الله چا ته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) تنګوي، بې شكه په دې كې د هغو خلكو لپاره (ډېرې) نښانې دي چې ايمان راوړي.

30:38 نو خپلوان ته حق ورکوه د هغه، او مسکین ته، او مسافر ته، دا ډیر ګټور دی هغه چا ته چې غواړي مخ د الله تعالی، او همدوی پوره کامیاب دي.

30:39 او تاسو چې کوم سود ورکوئ تر څو د خلکو په مالونو کې (درته) زیات شي، نو د الله پر وړاندې هغه نه زیاتېږي، او کوم زکات چې ورکوئ او غواړئ په هغې سره مخ د الله تعالی نو همدغه کسان ډیروونکي دي (مالونو او اجرونو لره).

30:40 الله هغه ذات دى چې پيدا يې كړئ، بيا يې روزي دركړه، بيا مو مړه كوي، بيا مو بېرته راژوندي كوي، آيا ستاسي په شريكانو كې څوك شته چې داسې څه كوي؟ هغه لره پاكي ده او له هغه څه ډېر لوړ دى چې دوى يې شريكوي.

30:41 څرګند شوی دی فساد په وچه او لمده کې د هغو ګناهونو له امله چې د خلکو لاسونو کړي دي، تر څو وڅکوي دوی ته ځینې سزا د هغو عملونو چې دوی کړي دي لپاره د دې چې دوی د الله طاعت ته وګرځي.