د رواد د ژباړې مرکز — 407
30:25 او د هغه له نښانو څخه دا چې اسمان او زمكه د هغه په امر ولاړ دي، بيا چې كله تاسي له زمكې نه ( د راوتلو لپاره راوبلي) په يوه غږ به تاسي ټول راوځئ.
30:26 او خاص په اختیار د الله کې دي هغه څه چې په اسمانونو او زمكه كې دي، ټول هغه ته غاړه اېښودونكي دي.
30:27 او هغه ذات دى کوم چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې راګرځوي او دا لا ورته اسانه ده، او په اسمانو او زمكه كې د هغه صفت تر ټولو لوړ دى، او هماغه حكمت والا برلاسى دى.
30:28 بیان کړی یې دی ستاسو د پوهې لپاره مثال ستاسو د جنس نه: آيا ستاسي د ملكيت له مريانو څوك داسې هم شته چې په هغه شتمنۍ كې چې موږ در روزي كړې، تاسي سره سم برابر شريكان وي (او) داسې ترې وېرېږئ لكه له خپلو سيالانو وېرېدل؟ موږ (خپل) آيتونه همدغسې څرګند بيانوو د هغو خلكو لپاره چې عقل كاروي.
30:29 بلکې چا چې ظلم كړی هغوى بې علمه په خپلو هوسو پسې روان دي، نو چې الله بې لارې كړى وي څوك به هدايت ورته وكړي؟ او د دوى به هيڅوك مرستندويان نه وي.
30:30 نو برابر کړه خپل مخ دین ته کلک په توحید باندې (لازم ونیسه) فطرت (دین) د الله تعالی هغه چې پیدا کړي یې دي خلک په هغه باندې، د الله پيدا كړي جوړښت لره بدلېدل نشته، همدا سم برابر دين دى خو زياتره خلك نه پوهيږي.
30:31 ورګرځېدونکي یاست هغه ته او ویره کوئ له هغه نه، ودروئ لمونځ او له مشركانو مه كېږئ.
30:32 له هغو خلكو چې ټوټې کړی یي دی دین خپل او ډلې ډلې شول، هره یوه ډله یې په هغه طریقه چې له دوی سره ده خوشحاله ده.