>

د رواد د ژباړې مرکز — 406

30:16 او هغه خلك چې كافر شوي او زموږ اّيتونه او اّخرت سره مخامخ کېدل يې دروغ ګڼلي وي نو هغوى به په عذاب كې حاضرېدونكي وي.

30:17 نو پاکي وایئ د الله كله چې ماښام كوئ او كله چې سبا كوئ.

30:18 او خاص هغه لره ده ستاینه د کمال په اسمانونو او زمكه كې، او په مازيګري کې او كله چې ماسپښین کوئ تاسو.

30:19 راوباسي هغه ژوندى له مړي نه او راوباسي مړی له ژوندي نه، او ژوندۍ کوي زمکه وروسته له مرګه او همدغسې به تاسي هم راووېستل شئ.

30:20 او د هغه له نښانو څخه (دا هم ده) چې تاسي يې له خاورې پيدا كړئ بيا تاسي بشر شوئ چې خپرېږئ.

30:21 او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته يې خپله ستاسي له جنسه مېرمنې پيدا كړې دي تر څو له هغوى سره اّرام ومومئ، او ستاسي تر منځ يې مينه او خواخوږي واچوله، يقيناً په دې كې هغو خلكو ته چې فكر كوي (سترې) نښانې دي.

30:22 او ځينې دهغه له دلیلونو نه د اسمانونو او زمكې پيدايښت او ستاسي د ژبو او رنګونو توپير دى، بې شكه په دې كې د پوهې لرونکو لپاره (سترې) نښانې دي.

30:23 او ځینې د هغه له دلیلونو نه په شپه او ورځ كې ستاسې خوب او د هغه د فضل (روزۍ) لټول دي، په دې كې د هغو خلكو لپاره چې (خبره) اوري (لويې) نښانې دي.

30:24 او د هغه له نښانو څخه دا چې تاسي ته برېښنا درښایي چې هم وېره ده، هم هيله، او له اسمانه اوبه را وروي بيا په هغو سره زمكه د هغې له مرګه وروسته را ژوندۍ كوي، بې شكه په دې كې هغو خلكو ته (ډېرې) نښانې دي څوك چې عقل كاروي.