>

د رواد د ژباړې مرکز — 403

29:53 او دوى په عذاب (راتلو) كې پر تا بيړه كوي او كه يوه ټاكلې نېټه نه واى، نو خامخا به عذاب ورته راغلى و، او راځي خو به ورته خامخا ناڅاپه په داسې حال کې چې دوى به خبر هم نه وي.

29:54 له تا نه عذاب په بيړه غواړي، او حال دا دی چې يقيناً جهنم له كافرانو راچاپېرېدونكى دى.

29:55 هغه ورځ چې په دوى به عذاب هم له پاسه راخپور شي او هم له پښو لاندې يې، او ورته وبه وايي چې (اوس) د هغو كړنو خوند وڅكئ چې تاسي به كول.

29:56 اې زما هغو بندګانو چې ايمان يې راوړى بې شكه زما زمكه پراخه ده نو يوازې زما عبادت وکړئ.

29:57 هر ساكښ د مرګ څكونكى دى، بيا به (ټول) زموږ خواته راګرځول كيږئ.

29:58 او كومو خلكو چې ايمان راوړى او ښه كارونه يې كړي، خامخا به يې د جنت لوړو ماڼيو كې استوګن كړو چې تر لاندې به يې ويالې بهيږي، تل تر تله به پكې اوسېدونكي وي، د كار كونكو غوره بدله ده.

29:59 هغوى چې صبر يې كړى او په خپل رب بروسه كوي.

29:60 او ډیر خوځېدونكي ژوي دي چې نه باروي خپلې روزۍ لره، الله هغوی ته هم روزي وركوي او تاسو ته هم او هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى.

29:61 او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي؟ نو خامخا به ووايي چې الله، نو بيا څرنګه (له توحيده) اړول كيږي.

29:62 الله دى چې له خپلو بندګانو چا ته وغواړي روزى يې پراخوي او (يا يې) تنګوي ورته، يقيناً الله په هر څه پوه دى.

29:63 او كه دوى وپوښتې چې له اسمانه اوبه چا را ورولې دي چې مړه زمكه يې پرې ژوندۍ كړې ده؟ نو خامخا به ووايي: الله، ووايه: الحمدلله! خو زياتره د دوی عقل نه لري.