>

د رواد د ژباړې مرکز — 401

29:39 او قارون، فرعون او هامان (وګورئ) چې راغلی و هغوی ته موسى په څرګندو نښانوسره، خو هغوى پر زمكه لويې وکړه اونه ووهغوی وړاندې کیدونکي.

29:40 نو دا هر يو مو په خپله ګناه راونيوه چې له هغوى مو پر چا كاڼي اوروونكى باد راواستولو، څوك يوې سختې چېغې راګير كړل، څوك مو په زمكه كې ننوېست او څوك مو ډوب كړل او الله پر هغوى ظلم نه كولو خو هغوى خپله پر ځانو ظلم كولو.

29:41 د هغو خلكو بېلګه چې له الله پرته يې نور دوستان نيولي، داسې ده لكه غڼې چې ځان ته يو كور نيولى او تر ټولو زيات كمزورى كور دغڼې كور دى، كاشكې هغوى پوهېدلى.

29:42 يقيناً الله ته هغه څه ښه معلوم دي چې هغوى يې له الله پرته رابولي او همغه برلاسى حكمت والا دى.

29:43 او دا بېلګې موږ خلكو ته بيانوو خو له عالمانو پرته د بل چا عقل نه پرې رسيږي.

29:44 الله اسمانونه او ځمكه په حقه پيداكړي دي [د حکمت لپاره]، یقینا شته دی په دې کې نښه د مومنانو لپاره.

29:45 لوله هغه كتاب چې تا ته وحى کړل شوى دى او لمونځ ترسره كوه، بې شكه لمونځ له بې حيايي او ناوړه كارونو څخه ايسارول كوي، او د الله يادول ډېر لوى (شى) دى او الله ته هغه څه معلوم دي چې تاسي يې كوئ.