>

د رواد د ژباړې مرکز — 399

29:24 خو د هغه (ابراهيم) د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه و چې ويل يې: ويې وژنئ يا يې وسوځوئ! چې بيا الله هغه له اوره بچ كړ، بې شكه په دې كې نښانې دي د هغو خلكو لپاره چې باور كوي.

29:25 او هغه وويل: تاسي چې له الله پرته څه نيولي هغه خو ايله بتان دي چې دنيوي ژوند كې مو خپل ترمنځ د مينې وسيله ګرځولې، خو وروسته به د قيامت په ورځ يو بل څخه انكار او ځينې به مو پر ځينو لعنت كوي او هستوګنځى به مو اور او هيڅوك مرستندويان به مو نه وي.

29:26 نو لوط علیه السلام پر هغه ایمان راوړ، او (ابراهيم) وويل: زه د خپل رب لوري ته هجرت كوم، بې شكه همغه حكمت والا برلاسى دى.

29:27 او موږ هغه ته اسحاق او يعقوب (زامن) وروبخښل او د هغوى په خېلخانه كې مو نبوت او كتاب كېښودل او د هغه بدله مو په دنيا كې هم وركړه او په آخرت كې به هغه له صالحانو څخه وي.

29:28 او لیږلی و موږ لوط [پیغمبر] كله یې چې خپل قوم ته وويل: تاسي يو داسې ناوړه كار كوئ چې په هغه كې له نړيوالو نه يو هم پر تاسي نه دى مخكې شوى.

29:29 اّيا تاسي سړيو ته (په شهوت) ورځئ او لاره شوكوئ او په خپلو مجلسونو كې ناكاره كارونه كوئ؟ خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چې ويل يې: د الله عذاب راولیږه كه ته رښتينى يې.

29:30 وېلې: زما ربه د مفسدو خلكو پر خلاف زما مرسته وكړې.