د رواد د ژباړې مرکز — 398
29:15 نو هغه او د بېړۍ خلک مو وژغورل او د نړيوالو لپاره مو نښانه وګرځول.
29:16 او لیږلی و موږ ابراهيم كله چې هغه خپل قوم ته وويل: د الله بندګي وكړئ او له هغه نه وويرېږئ، دا ستاسي لپاره ډيره ښه ده كه تاسي پوهيږئ.
29:17 تاسو چې له الله پرته د چا عبادت كوئ هغه يوازې بتان دي او تاسي (هسې) درواغ جوړوئ، بې شكه له الله پرته چې د چا عبادت کوئ هغوى ستاسي لپاره د روزۍ واك نه لري، نو الله سره روزي ولټوئ او د همغه عبادت او شكر وکړئ، تاسي ټول به هغه ته ورګرځول كيږئ.
29:18 او كه تاسي د دروغو نسبت كوئ نو له تاسي وړاندې ډیرو قومونو د دروغو نسبتوته كړي دي او نشته پر پيغمبر پرته له څرګند پېغام رسولو بل مسؤولیت.
29:19 آيا هغوى نه دي ليدلي چې الله څرنګه د پيدايښت پيل كوي، بيا يې (څنګه) دوهم ځلي كوي؟ يقيناً دا پر الله (ډېره) آسانه ده.
29:20 ورته ووايه: په زمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې پيدايښت يې څرنګه پيل كړى بيا يې وروستى ځل هم پيدا كوي بې شكه الله په هر څه قادر دى.
29:21 چا ته چې وغواړي عذابوي يې او چا ته چې وغواړي رحم پرې كوي او تاسي به همغه ته ورګرځول كېږئ.
29:22 او تاسي نه په زمكه كې (د هغه) بې وسه كوونكي ياست، نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله پرته نه كوم دوست شته او نه مرستندوى.
29:23 او هغه كسان چې د الله له آيتونو او مخامخ کېدو منكر شوي، هغوى زما له رحمته ناهيلي شوي او د هغوى لپاره دردناك عذاب دى.