د رواد د ژباړې مرکز — 394
28:71 ووایه: خبر راکړئ که چېرته الله د قيامت تر ورځې پورې شپه درباندې اوږده كړي، نو له الله پرته هغه معبود څوك دى چې تاسي ته رڼايي راولي؟ نو آيا تاسي نه اورئ؟
28:72 ورته ووايه: آيا تاسي پام كړی چې كه الله تر قيامت ورځې پورې ورځ درباندې هميشه كړي، له الله پرته بل معبود څوك دى چې تاسي ته شپه راولي تر څو پكې آرام وكړئ؟ آيا نو تاسي نه وينئ؟
28:73 او له خپل رحمته يې تاسي ته شپه او ورځ پيدا كړي چې تاسي پكې آرام وكړئ او د هغه فضل ولټوئ او د دې لپاره چې شكر وباسئ.
28:74 او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟
28:75 او راوباسو به موږ له هر امته يو شاهد بيا به ووايو: راوړئ خپل دليل مو (په شرک باندې) نو بيا به پوه شي چې حق (د الوهیت) الله لره دى او هغه ټول درواغ به ترې ورك شي چې هغوى به جوړول.
28:76 بې شکه قارون د موسىٰ له قومه و، خو بيا يې پر هغوى تېرى وكړ او هغه ته مو دومره خزانې وركړې وې چې کنجيانې (چابیانې) به يې پر يوې ځواكمنې ډلې هم درنېدلې، يو وخت چې قوم يې ورته ووېل: (په دنيا) مه نازېږه! بې شكه الله نازېدونكي نه خوښوي.
28:77 او په هغه څه (مال) كې چې الله دركړی، د آخرت كور ولټوه او په دنيا كې دې هم خپله برخه مه هېروه او ښېګڼه كوه لكه تا سره چې الله ښېګڼه كړې ده او په ځمكه كې فساد (جوړول) مه غواړه، بې شكه الله فساد كوونكي نه خوښوي.