د رواد د ژباړې مرکز — 393
28:60 او تاسي ته چې څه دركړ شوي، هغه خو د دنيوي ژوند وسايل او ښكلا ده، خو څه چې الله سره دي هغه غوره او ډېر پايېدونكي دي، آيا نو تاسي عقل نه كاروئ؟
28:61 آيا نو هغه كس چې موږ غوره ژمنه وركړې او هغه يې موندونكى وي، د هغه چا غوندې دى چې (يوازې) د دنيوي ژوند سامان مو وركړى، بيا به هغه د قيامت په ورځ (عذاب ته) له حاضرېدونكو څخه وي.
28:62 او (په) كومه ورځ چې آواز ورته وكړي: زما هغه شريكان چېرته دي چې تاسو به ګومان كولو؟
28:63 بيا به هغه كسان ووايي كوم چې (د عذاب) خبره ورباندې ثابته شوې: اې زموږ ربه! همدغه خلك دي چې موږ بې لارې كړي وو، داسې مو بې لارې كړي وو لكه موږ چې بې لارې شوي وو، موږ تاته له هغوى نه بېزاري څرګندوو، دوى زموږ عبادت نه كولو.
28:64 او وبه ويل شي، خپل شريكان مو راوبولئ، نو هغوى به يې راوبولي خو هغوى به څه ځواب ورنه كړي او عذاب به وويني، ( او وایې به ) كاشكې دوى پوهېدلی (چې دا شریکان هیڅ مرسته نشي کولی).
28:65 او هغه ورځ چې دوى ته غږ وكړي وايي څه ځواب وركړی و تاسو رسولانو ته؟
28:66 نو هغه ورځ به ټول خبرونه (ځوابونه) ورباندې پټ كړی شي بيا به يو بل پوښتلى هم نه شي.
28:67 نو چا چې توبه وكړه، ايمان يې راوړو او نېك عمل يې وكړ، نیږدې دی چې هغه له بري موندونكو څخه وي.
28:68 او ستا رب چې څه غواړي هغه پيدا كوي او غوره كوي يې، د دوى څه اختيار نشته، الله لره پاكي ده او له هغه څه ډېر اوچت دى چې دوى يې ورسره شريكوي.
28:69 او ستا پالونکي پوهیږي په هغه څه چې د هغوى سينې يې پټوي او هغه چې څرګندوي يې.
28:70 او همغه الله دى، له هغه پرته كوم بل لایق د عبادت نشته، همغه لره ستاينه ده په دنيا او آخرت كې او حكم د هغه دى او د همغه لور ته به ورستنېږئ.