>

د رواد د ژباړې مرکز — 392

28:51 او موږ پرله پسې هغوى ته (د نصيحت) خبره رسولې ده چې ښايي څه درس واخلي.

28:52 هغه كسان چې له دې مخكې مو كتاب وركړى و، هغوى په دې (قرآن) ايمان راوړي.

28:53 او كله چې پر هغوى لوستل كيږي وايي موږ پرې ايمان راوړى، بې شكه دا زموږ د رب لخوا حق دى، موږ له دې لا مخکې مسلمانان وو.

28:54 دغو خلكو ته به يې اجر دوه ځلې وركړى شي، چې صبر يې كړى وو، او دوى د بدۍ مخنيوى په نيكۍ كوي او له هغه څه چې موږ ور روزي كړي لګښت كوي.

28:55 او كله چې دوی واوري بې فایدې خبرې مخ اړوي د هغې نه او دوی وایې موږ لپاره زموږ عملونه دي او تاسو ته خپل عملونه، سلام (د بیلتون) دې وي پر تاسو، نه لټوو موږ ملګرتیا د جاهلانو.

28:56 ته هغه چا ته هدايت نه شې كولاى چې ستا خوښ وي خو چا ته چې الله وغواړي هدايت ورته كوي او همغه په لار موندونكو ښه پوه دى.

28:57 او هغوى وويل: كه له تاسره د دې هدايت پيروي وكړو نو له خپلې ځمكې به وتښتول شو! آيا هغوى ته مو بې غمه حرم كې ځاى نه دى وركړى؟ چې زموږ لخوا د روزۍ په توګه هر ډول مېوې ورته راچليږي خو زياتره يې نه پوهيږي.

28:58 او څومره داسې كلي موږ تباه كړي دي چې په خپل ژوندون كې مغرور شوي وو، نو دا دی كورونه يې چې له هغوى وروسته څه ډېره لږ هستوګنه پكې شوې ده او وو موږ اخري مالکان.

28:59 او نه و رب ستا هلاكوونكى د کلیو، څو چې په مینځ د هغې کې به يې يو رسول نه و لېږلى چې زموږ آيتونه به يې پرې لوستل او نه و موږ هلاکوونکي د کلیو، مګر اوسیدونکي د هغې ظالمان دي.