>

د رواد د ژباړې مرکز — 389

28:29 نو كله چې موسىٰ هغه نېټه پوره كړه او له خپلې كورنۍ سره روان شو نو د طور لخوا يې يو اور وليد، هغه خپلې كورنۍ ته وويل: تاسي (دلته) اوسئ، ما يو اور ليدلى ښايي له هغه (لوري) څه خبر راوړم يا د اور كومه سكروټه چې تاسو (پرې) تاوده شئ.

28:30 نو كله چې هلته ورغی د ښۍ خوا د ناو د څنډې په يوه بركتناکه ټوټه ځمكه كې له يوې ونې لخوا غږ وشو چې ای موسى! همدا زه الله يم د ټولو مخلوقاتو پالونکی.

28:31 او امسا دې وغورځوه، نو كله چې ده وليدل هغه د مار په څېر خوځيږي نو مخ يې وګرځولو شا يې كړه او بيرته را ونه ګرځېد، (وويل شو) اى موسىٰ راوګرځه او مه وېرېږه، ته بیخي په امن يې.

28:32 خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه، تك سپين به راووځي، بې له كوم عيبه، او له وېرې (بچ كېدو لپاره) دې خپل مټ در جوخت كړه نو فرعون او د هغه سردارانو ته ستا د رب لخوا دا دوه (ښكاره) کلک دلیلونه دي، بې شكه هغوى سرغړوونکي خلك دي.

28:33 وېلې زما ربه! ما خو له هغوى يو تن وژلى نو ډارېږم چې ما به ووژني.

28:34 او زما ورور هارون تر ما زيات فصیح (خوله ور) دى؛ نو له ما سره يې مرستيال ولېږه چې تصديق مې كوي، زه وېرېږم چې درواغجن به مې وګڼي.

28:35 الله وويل: دا دى په خپل ورور به دې مټ در قوي كړو او يو داسې برلاسى به دركړو چې دوى به هيڅ نه شي در رسولاى، زموږ په دې نښانو به تاسي او ستاسي پيروان برلاسي وي.