>

د رواد د ژباړې مرکز — 386

28:6 او په ځمكه كې هغوى ته واكمني وركړو او فرعون، هامان او لښكرو ته يې له هغوى (بنى اسرائيلو) څخه هغه څه ور وښايو چې ترې وېرېدل به.

28:7 او ښوونه وکړه موږ مور د موسى ته چې ته شېدې ورکوه ده لره خو كله چې پرې ووېرېدلې نو په سيند كې يې وغورځوه او څه وېره او خپګان مه كوه بې شكه موږ يې تا ته بيا راوستونكي او په رسولانو كې د هغه شاملوونكي يو.

28:8 نو راپورته کړ هغه لره د فرعون كورنۍ تر څو د هغوى لپاره دښمن او خپګان جوړ شي، بې شكه فرعون، هامان او د هغوى لښكرې، ټول خطا كاران (غوليدلي) وو.

28:9 او د فرعون مېرمن وويل: (دا) زما او ستا لپاره د سترګو يخوالى دى، مه يې وژنئ، كېداى شي څه ګټه راورسوي يا به يې خپل زوى وګرځوو، حال دا چې هغوى نه پوهېدل.

28:10 او د موسى د مور زړه (د زوی د غم پرته) له هر څه نه تش (اوزګار) شو، نېږدې وه چې د هغه څرګندونه وكړي، كه موږ يې زړه نه واى ټينګ كړى، تر څو هغه له باور كوونكو واوسي.

28:11 او د هغه (موسى) خور ته يې وويل چې ورپسې شه نو هغې به له لرې ورته كتل چې هغوى نه ورباندې پوهېدل.

28:12 او موږ پر هغه لا مخكې پۍ وركوونكې حرامې كړې وې، نو (خور يې) وويل: آيا زه د يو داسې كور د خلكو درك دركړم چې هغه درته وساتي او د ده خير غوښتونكي وي.

28:13 نو بيا مو هغه بيرته خپلې مور ته ورستون كړ، تر څو د هغې سترګې يخې او غمجنه نه شي او وپوهيږي چې د الله ژمنه حقه وه خو زياتره يې نه پوهيږي.