>

د رواد د ژباړې مرکز — 385

27:89 څوك چې له نيكۍ سره راشي نو هغه ته به لا ترې ښه بدله وركړى شي او هغوى به د هغې ورځې له هيبته بې غمه وي.

27:90 او څوك چې له بدۍ سره راشي نو مخونه به يې په اور كې نسكور كړى شي، څه چې تاسي كول له هغو پرته خو به نوره سزا نه دركول كيږي؟

27:91 ماته خو یوازې دا امر شوى چې د دې ښارګوټي د رب بندګي وکړم، كوم یې چې حرام ګرځولى او هر څه د هغه دي او ماته امر شوى چې مسلمان و اوسم.

27:92 او دا چې قرآن تلاوت كړم، نو څوك چې په سمه لار برابر شو، هغه د ځان لپاره سمه لار مومي او څوك چې بې لارې شو نو ورته ووايه چې زه خو ايله بیروونکی يم.

27:93 او ووايه چې ستاينه الله لره ده، زر به خپلې نښانې در وښايي بيا به يې وپېژنئ، او ستا رب له هغو كارو ناخبره نه دى چې تاسو يې كوئ.

28:1 طسم [1]

28:2 دا د څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.

28:3 موږ د موسى او فرعون څه خبر په سمه توګه پر تا لولو، د هغو خلكو لپاره چې ايمان راوړي.

28:4 بې شكه فرعون په ځمكه كې لويي وكړه او د هغې اوسېدونكي يې ډلې ډلې كړل، له هغو يوه ډله به يې لاس لاندې كړې وه چې زامن به يې ور حلالول او نجونې به يې ژوندۍ پرېښودې، يقيناً هغه له فساد كوونكو څخه و.

28:5 او موږ غوښتل چې په هغو خلكو مهرباني وكړو چې په ځمكه كې كمزوري كړى شوي وو او امامان يې وګرځوو او هم هغوى وارثان وګرځوو.