د رواد د ژباړې مرکز — 383
27:64 آیا هغه څوك چې د پيدايښت پيل كوي او بيا يې (هم) تكراروي؟ او هغه څوک چې له آسمان او ځمكې تاسو ته روزي دركوي [چې هغه یوالله دی]؟ آيا دې الله سره كوم بل معبود شریک شته [چې دا کارونه وکړي ]؟ ورته وايه كه تاسي رښتيني ياست دليل مو راوړئ.
27:65 ورته ووايه: په آسمانو او ځمكه كې هيڅوك په غيبو نه پوهيږي او هغوى (په دې هم) نه پوهيږي چې كله به راپاڅول كيږي؟
27:66 بلكې د آخرت په هكله د هغوى علم ختم شوى دى، (نه) بلكې هغوى له هغه نه په شك كې لاڅه چې ترې ړانده دي.
27:67 او كافران وايي: آيا كله چې موږ او زموږ پلرونه خاورې شوي يو؛ نو آيا بيا را اېستل كېدونكي يو.
27:68 بې شكه دا ژمنه خو له موږ سره او مخكې زموږ له پلرونو سره هم شوې وه، دا همغه د پخوانيو له درواغجنو كيسو پرته بل څه نه دي.
27:69 ورته ووايه: په ځمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې د مجرمانو پايله څنګه وه.
27:70 پر هغوى مه خپه كېږه او مه يې په هغو چلونو زړه تنګى كېږه چې هغوى يې جوړوي.
27:71 او هغوى وايي چې (ښه) دا ژمنه به كله وي، كه تاسي رښتيني ياست؟
27:72 ووايه د كوم عذاب لپاره چې تاسي بيړه كوئ كيدى شي د هغه يوه برخه تاسي ته بيخي نږدې شوې وې [تاسو امید ولرئ].
27:73 او يقيناً ستا رب هرومرو پر خلكو د لورينې څښتن دى خو هغوى زياتره شكر نه باسي.
27:74 او بې شكه ستا رب خامخا په هغه څه پوهيږي چې د هغوى سينو دننه پټ كړي او څه چې هغوى يې څرګندوي.
27:75 او په آسمان او ځمكه كې هيڅ داسې كوم پټ شى نشته چې په يو څرګند كتاب كې نه وي.
27:76 بې شكه دا قرآن بني اسرائيلو ته زياتره هغه خبرې بيانوي چې هغوى پكې اختلاف كوي.