>

د رواد د ژباړې مرکز — 382

27:56 نو نه و جواب د قوم د هغه مګر دا چې ویې ویل هغوی وباسئ کورنۍ د لوط لره له خپل کلي خپل څخه، یقینا دوی خلک دي چې د پاکۍ دعوا کوي.

27:57 پس وژغوره موږ هغه او کورنۍ د هغه، پرته د هغه له مېرمنې څخه ځکه موږ ( په کلي کې ) د هغې پاتې کېدل ټاکلي و.

27:58 او موږ پر دوی ناشنا باران را ووراوه، نو ناکاره و باران د ویرولیو شوو.

27:59 ووايه الله لره ستاينه ده او د ده پر هغو بندګانو دې سلام وي چې غوره كړي يې دي آيا (يو) الله غوره دى كه هغه (معبودان) چې هغوى يې (ورسره) شريكوي.

27:60 ایا هغه چا چې آسمانونه او ځمكه پيدا كړي او تاسو ته يې له آسمانه اوبه را اورولې دي بيا مو په هغو سره ښايسته باغونه را زرغون كړل چې د هغو د ونو زرغونول ستاسي په وس كې نه وو، آيا له الله سره كوم بل معبود شته؟ بلكې هغوى داسې خلك دي چې له سمې لارې كږيږي.

27:61 آیا هغه ذات چې ګرځولې یې ده ځمكه ځای د آرام ، او د هغې منځ كې يې سيندونه پيدا كړل، هغې ته يې محكم ولاړ غرونه پيدا كړل او د دوو سمندرونو تر منځ يې پرده اچولې ده، آيا له الله سره په دغه کارونوکې بل معبود شته؟ بلكې زياتره انسانان له عقل څخه کار نه اخلي.

27:62 آیا هغه څوك چې د ډیر ناچاره دعا قبلوي كله يې چې را وبولي او هغه كړاو لرې كوي او تاسي د ځمكې خليفه ګان ګرځوي، آیا الله سره كوم بل معبود شته؟ تاسي ډېر لږ نصيحت منئ.

27:63 آیا هغه ذات چې د وچې او سمندر په تیارو كې لاره درښايي او هغه ذات چې د خپل رحمت [باران] څخه مخكې زېرى وركوونكي بادونه ليږي؟ آيا الله سره كوم بل معبود شته؟ چې دا کارونه وکړي؛ الله ډېر اوچت دى له هغو شيانو چې هغوى يې ورسره شريكوي.