د رواد د ژباړې مرکز — 38
2:234 او کوم کسان چې ستاسي نه مړه شي او ښځې پرېږدي (کونډې ترې پاتې شي) دوی دې انتظار کوي پر خپلو ځانو څلور میاشتې او لس (ورځې او نکاح دې نه کوي). نو کله چې د دوی (د عدت) موده پوره شي، پس نشته هیڅ ګناه پر تاسي باندې په هغه کار کې چې کوي يې دا ښځی په (حق د) نفسونو خپلو کې په ښه توګه (له شرعي اصولو سره سم). او الله په هغه څه چې تاسي یې کوئ ښه خبر دی (نو جزا به پرې درکړي).
2:235 او پر تاسي باندې هیڅ ګناه نه شته په هغه (کار) کې چې اشاره کوئ تاسي په هغه سره چې غوښتل (د هغو) ښځو دي (چې په عدت کې وي) یا (يې) پټ ساتئ په زړونو خپلو کې، الله تعالی پوهېږي چې بېشکه تاسې به دوئ (ښځې) یادې کړئ، خو له دوی سره په پټه (د نکاح) وعده مه کوئ، مګر دا چې غوره خبرې ورته وکړئ! (له شریعت او رواج سره سم) او تر هغو د نکاح تړلو قصد مه کوئ، ترڅو چې عدت خپلې ټاکلې (وروستۍ) نېټې ته ورسیږي. او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی عالم دی په هر هغه څه چې ستاسو په زړونو کې دي، نو له هغه څخه ووېرېږئ، او پوه شئ چې بېشکه الله بخښوونکی (او) صبر کوونکی دی.
2:236 نشته پر تاسو هیڅ قسم ګناه او پړه چې طلاق کړئ تاسي ښځې (خپلې) تر څو چې صحیح خلوت مو له هغوی سره نه وي کړی او مقرر کړی مو (نه) وي د هغوی لپاره ټاکلی مهر، او هغوی ته څه خرڅ ورکړئ، (واجب) دی پر مالداره (مېړه) باندې په اندازه (د توان) د ده او (شته) په فقیر (مېړه) په اندازه د هغه د توان، په غوره طریقه خرڅ (ورکول) چې په نیکي کوونکو لازم (حق) دی.
2:237 او که طلاقې کړئ تاسي دوی (ښځې) وړاندې له دې چې ورسره یوځای شئ، او تاسي د هغوی مهر ټاکلی وي، نو (لازم) دي (پر تاسې) نیمایي د هغه مهر چې ټاکلی مو وي، مګر دا چې دا ښځې ټول مهر خاوند ته وروبخښي، یا بخښنه وکړي هغه څوک چې په لاس د ده کې د نکاح غوټه ده، او دا چې بخښنه وکړئ تاسو نو (دا بخښنه) پرهیزګارۍ ته ډېره نږدې ده او مه هیروئ تاسي فضل (احسان کول) په خپلو منځو کې بېشکه چې الله تعالی پر هغه څه چې کوئ يې تاسي ښه لیدونکي دی.