>

د رواد د ژباړې مرکز — 379

27:23 ما يوه ښځه وموندله چې د هغوى پاچايي يې کوله، هغې ته هر څه وركړل شوي وو او د هغې لوى تخت دى.

27:24 ما هغه او د هغې قوم داسې وموندل چې له الله پرته لمر ته يې سجده كوله او شيطان يې عملونه ورته ښايسته كړي وو نو له سمې لارې يې ايسار كړي وو، اوس هغوى لار نه مومي.

27:25 دا چې هغه الله ته سجده ونه كړي كوم چې د آسمانونو او ځمكې پټ شيان راڅرګندوي او په هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او (يا يې) ښكاره كوئ.

27:26 الله، هغه چې له هغه پرته بل معبود نشته، د لوى عرش رب دی.

27:27 سليمان وويل: اوس به موږ وګورو چې رېښتيا دې ويلي دي كه له درواغجنو يې.

27:28 زما دا ليك وېسه، هغوى ته يې وروغورځوه، بيا ترې شاته شه، ګوره چې هغوى څه (ځواب را) ګرځوي.

27:29 هغې وويل: اى سردارانو! ماته يو عزتمن ليك راغورځول شوى.

27:30 هغه د سليمان لخوا او د ډېر مهربان بخښونكي الله په نوم دى.

27:31 چې پر ما لويي مه كوئ او مسلمان شوي راته راشئ.

27:32 ملكې وويل: اى سردارانو! زما په دې كار كې مشوره راكړئ زه تر هغه د يو كار پرېکړه كوونكې نه يم څو چې تاسو نه ياست حاضر شوي.

27:33 هغوى وويل: موږ خو د ځواك څښتنان او د سخت جنـګ والا خلك يو او نور ستا كار دى نو ګوره چې (موږ ته) څه امر كوې؟

27:34 هغې وويل: شك نشته چې كله پاچايان يوه كلي ته ننوځې نو ورانوي يې او عزتمن خلك يې خواروي او دغسې دوی کوي.

27:35 او زه هغوى ته يوه ډالۍ ورلېږم، بيا به ګورم چې هغه استازي له څه ځواب سره راګرځي.