>

د رواد د ژباړې مرکز — 377

27:1 طس [1]، دا د قرآن او څرګندوونكي كتاب آيتونه دي.

27:2 لارښوونه او زېرى دى مومنانو لپاره.

27:3 هغوى چې لمونځونه ترسره كوي، زكات وركوي او پر آخرت باور كوي.

27:4 بې شكه كوم كسان چې پر آخرت باور نه لري، موږ يې (بد) اعمال ورته ښايسته كړي؛ نو هغوى په همغو كې لالهانده دي.

27:5 دا هغه كسان دي چې د هغوى لپاره بد عذاب دى او همدوى به په آخرت كې ډېر تاوانيان وي.

27:6 او بې شكه چې تاته دا قرآن د يو ډېر پوه حكمت لرونکي ذات لخوا درښوول كيږي.

27:7 ياد کړه کله چې موسی خپلې کور والا ته وويل: ما يو اور وليد، زر به څه خبر درته ترې راوړم يا به څه سكروټه درته راوړم تر څو تاسو تاوده شئ.

27:8 خو بيا چې ورغی نو آواز ورته وشو چې: مبارك دى هغه چې په اور كې دى او هغه چې چاپېره يي دى او د مخلوقاتو پالونكي الله لره پاکي ده.

27:9 اى موسى همدا زه الله يم ډېر حكمت والا برلاسى.

27:10 او لکړه (امسا) دې وغورځوه! نو ويې ليدل چې هغه داسې خوځيږي لكه مار، نو (موسی) په څټ تاو شو او بيرته را ونه ګرځېد، ای موسى مه ويرېږه، بې شكه زما پر وړاندې رسولان نه وېريږي.

27:11 پرته له هغه چا چې ظلم يې كړى بيا يې له بدۍ وروسته ښېګڼه په بدل كې راوړه، نو بې شكه چې زه ډېر مهربان بخښونكى يم.

27:12 او خپل لاس دې په ګرېوان كې ننباسه سپين ځلاند به راووځي بى عيبه (دا دواړه نښانې) په نهو نښانو كې دي فرعون او د هغه قوم ته، بې شكه هغوى بدكاره خلك وو.

27:13 نو كله چې زموږ څرګندې نښانې هغوى ته ورغلې، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي.