د رواد د ژباړې مرکز — 376
26:207 نو بيا به هم د دوی هغه د ګټې توکي له هغوى څه ايسار نه كړي.
26:208 او موږ هېڅ كلى هسې نه دى تباه كړى چې هغوى ته وېروونكي نه وي.
26:209 د نصيحت كولو لپاره او موږ خو څه ظالمان نه يو.
26:210 او دا (قرآن) خو شيطانانو نه دى راوړى.
26:211 او نه له هغوى سره وړ دى او نه كولاى شي.
26:212 هغوى خو په رېښتيا له دې اورېدلو هم ګوښه كړى شوي دي.
26:213 نو الله سره بل معبود مه رابوله كنه بيا به ته هم له عذاب ورکړل شويو څخه شې.
26:214 او خپل نږدې خپلوان دې ووېروه.
26:215 او هغوى مومنانو ته چې ستا متابعت يې كړى، خپل وزر ښكته كړه.
26:216 نو كه له تا يې سرغړونه وكړه، ورته وايه چې زه له هغو كارو بېزار يم چې تاسو يې كوئ.
26:217 او پر ډېر مهربان برلاسي (الله) بروسه وكړه.
26:218 هغه ذات چې تا وينې كله چې پاڅېږې.
26:219 او په سجده كوونكو كې ستا پرېوتل پاڅېدل (ويني).
26:220 بېشكه همغه ښه پوه اورېدونكى دى.
26:221 آيا خبر مو كړم چې شيطانان پر چا نازليږي؟
26:222 هغوى په هر درواغ جوړوونكي ګناهګار نازليږي.
26:223 اورېدل شوې خبرې (د ځينو) په غوږو كې ور اچوې او زياتره يې درواغجن دي.
26:224 او په شاعرانو پسې خو (يوازې) بې لارې خلك ځي.
26:225 آيا ته وينې چې دوى په هر ناو كې لالهانده وي.
26:226 او هغه څه وايي چې نه يې كوي.
26:227 له هغو كسانو پرته چې ايمان يې راوړى، سم كارونه يې كړي، الله يې ډېر ياد كړى او (يوازې) له هغه وروسته يې غچ اخيستى چې ظلم پرې شوى، او چا چې ظلمونه كړي زر به وپوهېږي چې كوم ځاى ته بېرته ورګرځي.