د رواد د ژباړې مرکز — 374
26:160 د لوط (علیه السلام) قوم رسولان درواغجن وګڼل.
26:161 كله چې ورور يې لوط ورته وويل: آیا نه ډارېږئ.
26:162 زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
26:163 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
26:164 او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
26:165 آیا راتګ کوئ تاسي (په لواطت کولو) نارینه وو ته له خلکو.
26:166 او هغه مېرمنې مو پرېږدئ چې خپل رب مو درته پيدا كړې دي، بلكې تاسي له پولې تېرېدونكي خلك ياست.
26:167 هغوى وويل: اى لوطه! كه ايسار نه شوې، خامخا به ته هم له اېستل شويو څخه يې.
26:168 هغه وويل: بې شكه زه ستاسي د دې عمل له بدګڼونكو څخه يم.
26:169 زما ربه! ما او كورنۍ مې له هغه څه وژغورې چې هغوى يې كوي.
26:170 نو هغه او د هغه كورنۍ مو ټول وژغورل.
26:171 پرته له يوې بوډى، چې پاتېدونكو كې وه.
26:172 بيا مو هغه نور تباه كړل.
26:173 او يو باران مو پرې واورولو، نو د هغو وېرول شويو ډېر ناكاره باران وو.
26:174 په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.
26:175 او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
26:176 د ګڼ ځنګل څښتنانو رسولان درواغجن وګڼل.
26:177 كله يې چې ورور شعيب (علیه السلام) ورته وويل: آيا نه ډارېږئ؟
26:178 زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
26:179 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
26:180 او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
26:181 پيمانه پوره وركوئ او له كموونكو مه كېږئ.
26:182 او په سمه تله تول كوئ.
26:183 او خلكو ته د هغوی شيان كم مه وركوئ، په ځمكه كې فساد مه خپروئ.