د رواد د ژباړې مرکز — 373
26:137 دا خو همغه د پخوانيو له عادته پرته بل څه نه دي.
26:138 او موږ (هېڅكله) عذابېدونكي نه يو.
26:139 نو چې درواغجن يې وبللو، هلاك مو كړل، يقيناً په دې كې يوه (ستره) نښانه ده، او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.
26:140 او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.
26:141 ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل.
26:142 كله چې ورور يې صالح ورته وويل: آيا نه ډارېريږئ؟
26:143 زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.
26:144 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
26:145 او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.
26:146 آيا تاسو به په هغو شيانو (او نعمتونو) كې چې دلته دي، بې غمه پرېښودل شئ؟
26:147 په (همدې) باغونو او چينو كې.
26:148 او كښتونو او داسې كجورو كې چې وږي يې پاسته او تازه (يا ډك) وي.
26:149 او غرونه توږئ، مهارت سره كورونه (پكې) جوړوئ.
26:150 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.
26:151 او له برېده اوښتونكو خلكو امر مه منئ.
26:152 هغوى چې په ځمكه كې (ايله) فساد خپروي او څه سمون نه راولي.
26:153 هغوى ويل: خبره دا ده چې ته يو كوډو وهلى (جادو کړی شوی) انسان يې.
26:154 ته (هم) زموږ په شان له يو بشر پرته بل څه نه يې، نو كه رښتينى يې څه نښانه خو راوړه!
26:155 صالح وويل: دا ده اوښه، هغې لره د اوبو څښلو نوبت او ستاسو د څښاك خپله ورځ معلومه ده.
26:156 او هغې ته هيڅ ضرر مه رسوئ كنه د لويې ورځې عذاب به مو راګير كړي.
26:157 خو هغه يې مړه كړه او هغوى هم بيا پښېمانه شول.
26:158 نو عذاب راونيول، په رېښتيا په دې كې خامخا يوه نښانه ده او زياتره يې ايمان راوړونكي نه وو.
26:159 او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.