>

د رواد د ژباړې مرکز — 372

26:112 نوح وويل: او زه څه پوهه لرم په هغه څه چې هغوى به كول.

26:113 د هغوى حساب زما له ربه پرته په بل چا نه دى كه تاسو پوهېږئ.

26:114 او زه د دې مومنانو شړونكى هم نه يم.

26:115 زه له يو څرګند وېروونكي پرته بل څه نه يم.

26:116 هغوى وويل: ای نوحه! كه ته له دې (خبرو) منع نه شوې نو خامخا به له ويشتل شويو څخه شې.

26:117 هغه ته يې قوم وويل: که چېرې له هغه څه څخه لاس په سر نه شې چې موږ وربولې؛ نو هرومرو به له ښکنځل شويو او په ډبرو له وژل شويو څخه شې.

26:118 نو ته زما او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي.

26:119 نو موږ هغه او څوك چې ورسره وو په يوه ډكه بېړۍ كې وژغورل.

26:120 بيا وروسته مو هغه پاتې كسان غرق كړل.

26:121 په دې كې خو په رېښتيا (لويه) نښانه ده، خو ډېری يې منونكي نه دي.

26:122 او بې شكه همغه ستا رب ښه مهربان برلاسى دى.

26:123 عاديانو رسولان درواغجن وګڼل.

26:124 کله چې وویل دوی ته ورور د دوی هود، آیا ځان نه بچ کوئ (له عذاب څخه).

26:125 زه ستاسي لپاره يو امانتګر پيغمبر يم.

26:126 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:127 او په دې له تاسو څه بدله هم نه غواړم زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده.

26:128 آيا تاسي په هره لوړه يوه نښه جوړوئ (او) چټيات كوئ.

26:129 او (داسې) پخې كلاګانې جوړوئ لكه چې تل به ياست.

26:130 او چاته چې لاس اچوئ نو په سختۍ (او ظلم) سره يې اچوئ.

26:131 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ.

26:132 او له هغه ذاته ووېرېږئ چې په هغه څه يې ستاسو مرسته كړې، كوم چې درته معلوم دي.

26:133 په څارويو او زامنو يې ستاسو مرسته كړې.

26:134 او په باغونو او چينو سره.

26:135 زه په رېښتيا پر تاسو د سترې ورځې له عذابه وېرېږم.

26:136 هغوى وويل: موږ ته برابره ده كه نصيحت كوې، يا (هيڅ) نصيحت كوونكى نه اوسې.